غزل

زه به د وطن د ابادۍ په ارمان مړ شمه
یا به د پښتون د ازادۍ په ارمان مړ شمه

جنګه ستا لمبو کې سوزیدلی تور لرګی یمه
جنګه زه به هم د ارامۍ په ارمان مړ شمه

ته مې بیا ګل رنګې جنازه وکړه قربان د شم
 اوس به د شیرینې د خولګۍ په ارمان مړ شمه

دلته د نفرت بازار کې ګرم تجارت کیږي
دلته به د مینې وروروالۍ په ارمان مړ شمه

ته به  هم محبوبې ښه په ما پسې برباده شې
زه به دې  هم ګوره د ډولۍ په ارمان مړ شمه

مالګه به په خپلو پرهارونو باندې و پاشم 
ښه قرار قرار به د ګولۍ په ارمان مړ شمه

ساه به رانه وخیږي یو تش جسد به پاتې شم
خوار امیده زه به سوکالۍ په ارمان مړ شمه