انزال يا جنسي خلاصېدنه څه ته وايي؟ او څنګه د زر خلاصېدو مخنيوی او درملنه وکړو؟

د نارينه د توليدي يا تکثري غړي (Penis) څخه له جنسي تحريک سره يوځای د مني (Semen) وتل چې په عمومي ډول له تکثري حجرې (Sperm) ورسره مل وي، انزال يا جنسي خلاصېدنه بلل کيږي.
 
په منځني يا اوسط ډول نارينه له جنسي تحريک وروسته له ۳ څخه تر ۶ دقيقو وروسته انزال ته رسيږي. ډېری داسې کسان شتون لري چې د خپل مقابل لورې له هيلو وړاندې انزال ته رسيږي، زر انزال ته رسېدونکي کسان له ۳۰ ثانيو او يا له دې هم په کم وخت کې انزال ته رسيږي چې د شرم او مايوسۍ احساس کوي.
 
لکه څنګه چې د اسلام په سپېڅلې دين کې راغلي دي، چې ښځه د سړي او سړی دښځې لپاره جامه ده، نو د اسلامي احکامو اړوند هر نارينه بايد د خپلې کورودانې يا ښځې ټولې شرعي اړتيا په شمول د قربت يا جنسي يوځايوالي پوره کړي. ډېری سړي د انزال له ستونزې زوريږي.

ولې زر انزال ته رسيږو؟ د حال لارې يې درته په ګوته کوو.
له وخت وړاندې انزال لاندې نښې لري:
۱- زر انزال چې تر يوې دقيقې هم په کم وخت کې ترسره کيږي.
۲- د انزال په وخت کې کنټرول شتون نه لري، په بې کنټروله ډول سړی انزال ته رسيږي.
۳- جنسي اړتيا نه پوره کيږي، د خپلې ښځې پر وړاندې د مایوسۍ، ناهيلۍ او شرم احساس.

د زر او له وخت مخکې انزال درملنه:
۱- مخکې له دې چې له خپلې ميرمني سره يو ځای شي، هڅه وکړي چې جنسي تحريک مو کم کړئ. که شوني وي نو د ژوند له ملګرې سره مو خپله ستونزه ګډه کړئ. لومړي د خپلې کورودانۍ سره داسې يو ځای شي چې زر انزال ته ورسيږي، که څه هم په دې کړنه سره به مو جنسي قناعت حاصل نشي، خو دوه يا درې ساعته وروسته د بيا ځلې په يوځای کېدو سره به مو جنسي تحريک کم شوي وي او کولای چې دځان او دژوند د ملګرې جنسي اړتيا ور پوره کړی.

۲- لوڅ فلمونه او تصويرونه: د لوڅو فلمونو او تصويرونو له کتلو ډډه وکړئ. ياد فلمونه او تصويرونه تاسې هر وخت تحريک شوي ساتي او د جنسي قربت په وخت کې زر انزال ته رسيږی. د لوڅو فلمونو او تصويرونو کتل مو هغه عضلې سستوي، کومې چې د انزال د کنټرول دنده پر غاړه لري.
 
۳- د خلاصولو او بندلو مېتود: ځان مو دومره تحريک کړئ چې فکر وکړی نور انزال ته رسيږي، نو بيا مو جنسي هڅونه را کمه کړي او هڅه وکړئ چې انزال ته ونه رسيږئ، دې ته د (start-stop) مېتود وايي.
په دې مېتود سره کولای شی، هغه عضلې چې د مني د بهر کېدو کنټرول لري تاسو يې په خپل کنټرول کې راولي. دا طريقه د ادرار په وخت کې هم عملي کولای شي. هر کله چې ادرار کوي نو د يو څو ثانيو لپاره مو ادرار بند کړئ او بيا يې خوشی کړئ، دا کړنه د يو ځل ادرار په وخت دوه يا درې ځلې تکرار کړئ.
 
۴- پيړ کنډوم (Thick Condom): ډبل کنډم (هغه پوکڼۍ چې د اولاد د پيدا کېدو مخنيوی کوي) مو تناسلي آلې ته واچوئ. ډبل يا پېړ کنډوم د جنسي تحريک مخنيوی کوي او ستاسو مرسته کوي چې زر انزال ته ونه رسيږی.
۵- روحي فشار، ويره او اندېښنه: که چېري د جنسي يوځای کېدنې په وخت درسره يو ډول روخي فشار، ويره او اندښنې مل وي، نو ډېر زرر به انزال ته رسيږي. کله چې غواړئ ژوند د جنسي قربت له ستونزو سره مخ نه وي، نوبيا پر ځان باور ولري او هر ډول ويره او شرم له ځان لېرې کړئ.

هغه خواړه چې د زر انزال مخنيوی کوي:
۱- شنه پياز: د شنو پيازو بيخونو څخه اوبه وباسئ او بيا يې له اوبو سره ګډ کړئ. په يوه ورځ کې يې درې ځلې له ډوډۍ مخکې وڅښئ، دا کړنه تر هغه ترسره چې پوه شی، چې ژر انزل مو له منځه تللی.

۲- زنجبيل او کبين (عسل): زنجبيل مو په بدن کې د وينې د حرکت لپاره ګټور دي. زنجبيل کولای شي په بېړې سره مو وينه تر تناسلي عضلو ورسوي، هر شپه له خوب وړاندې نيمه کاشوغه زنجبيل له شاتو سره ګډ کړئ او ويې خورئ.
 
۳- هوږه: هر سهار د هوږې يو څو دانې په وږې ګېډه وخورئ، په کمه موده کې به وګورئ چئ هم مو د مني په شمېر کې زيات والی راشي او هم به د زر انزال له ستونزې خلاص شی.

۴- بنډۍ: د بنډۍ يا باميايه خوراک د زر انزال لپاره ښه لاره او درملنه ده. په يو ورڅ د يو وخت ډوډۍ هر وخت بنډۍ وخورئ نږ د زر انزال له ستونزې په خلاص شي.
 
۵- ګازرې: که چېرې جوش کړل شوې ګازرې له شاتو او هګيو سره يوځای وخوړل شي، نو د بې وخته انزال غوره درملنه ده.