سکس او د هوږې خوړل مو د زړه روغتیا ساتي

د زړه ناروغي اوس هم د نړۍ په کچه تر نورو ناروغیو مشهوره او ډېره ده، موږ تر ننه لګیا یو دا زده کوو، چې څرنګه هغه لارې وپېژنو، چې د زړه روغتیا مو خوندي شي.
ټیلګراف ورځپاڼې ته د زړه مشهور طبیب یوهانس هینریتڅ، ځینې داسې لارې په ګوته کړې دي، چې نااشنا او نوې دي، خو د زړه دروغتیا لپاره ګټورې دي.
فون بورستل وايي: د زړه د رګونو تنګوالی او ستونزه هغه ناروغي ده، چې هر انسان دخپل عمر په ۵۰ کلنۍ کې ورسره مخېږي، ۱۰۰٪ وګړي پر همدې ناروغۍ اخته کیږي.
د سکس یا کوروالي په اړه فون بورسټل وايي، چې سکس یا کوروالی هغه تمرین دی، چې د زړه لپاره ګټور دی، له تمرین سربېره، سکس داسې هرمون تولیدوي، چې د زړه سیستم او دوینې جریان خوندي کوي.
د کوروالي پرمهال یو ځل خوځېدل نږدې ۵۰ مختلف کیمايي پیغامونه لېږي، چې یو یې اوکسیتوسین نومېږي، یاد هورمون د دوو جسدونو له پیوستون څخه راپیدا کیږي، دوینې فشار ټیټوي، ټپونه رغوي او ورخطايي له منځه وړي.
یوه نوې څېړنه، چې دمیشیګان پوهنتون نږدې ۲۲۰۰ کسانو په کې ونډه درلوده دا څېړنه ښيي: هغه مېرمنې، چې عمرونه یې له ۵۰ کلونو ډېر وي او په منظمه توګه  سکس/ کوروالی کوي، دوی دوینې د لوړ فشار له ناروغۍ څخه ژغورل کیږي یا یې مخه نیول کیږي.
اندروفین بل مهم هرمون دی، چې د کوروالي پرمهال تولیدیږي، د زړه ضربان ټیټوي، د سپورټ پرمهال د وینې دلوړ فشار مخه نیسي، په ورته وخت کې استروجین هرمون کچه لوړیږي دا د پړسوب مخه نیسي، تستوستیرون هم ډیروي، چې د سکس پرمهال په وینه کې د کولسترول مخه نیسي.
هره ورځ  د اومه هوږې خوړل
فون بورسټل وايي: هغه سبزي او میوې چې کیمیاوي نباتي مواد لري د نورو ګټو سربېره د زړه لپاره ګټورې دي.
سونډ، پیاز او هوږه له هغو مهمو خوړو څخه دی، چې دوینې له جریان سره مرسته کوي، د بدن هر غړي او رګونو ته د وینې دلیږد بهیر اسانوي، خو هوږه به باید په متوازنه بڼه وخوړل شي. هوږه او پیاز دالیسین په نوم مهم عنصر او توکي لري، چې دګردو لپاره ښه دي، د هرمون کچه  بدلوي، رګونه پراخوي، که دورځې ۱۰۰-۲۰۰ ګرامه ترمنځ پیاز یا هوږه وخوړل شي، دنورو ګټو سربېره د پړسوب مخه نیسي.