عبدالله لکه عزرائيل؛ د کوم کار چې دی لامل وي  د خلکو خولو ته نه ورځي 

له ژونديو روح يا ساه سپيڅلي ملايکه حضرت عزرائيل ع اخلي. د اسلامي روايتونو اړوند، کله چې ستر خدای ج حضرت عزرائيل ع ته دا دنده وسپارله نو د هغې يوه غوښتنه دا وه چې که زه د انسانانو روحونه اخلم او خپل نېږدې کسان د دوی له کورنيو جدا کوم نو انسانان به په يوې ګړۍ کې څومره  له ما خپه او بد دعا به راته کوي. خو د لوی ج حکمت داسې دی چې له هرې ژوندۍ ساه روح حضرت عزرائيل اخلي؛ عزرائيل د چا ذهن ته نه ورځي او عيقده يې داسې شي چې فلاني کس ټکر وکړ مړ شو، کرونا ويروس يې وو او ساه يې ورکړه، چا په ډزو ووېشت، په دغه ناروغۍ ککړ وو، سرطان يې وو، د زړه حمله پرې راغله او نور. مطلب دا چې ټول روحونه حضرت عزرائيل ع اخلي خو بيا هم د خدای په حکمت د انسان فکر په هغه مهال د عزرائيل پر خوا نه بلکې په دې ډول وي چې يو بل څه لامل شو چې په پايله کې يو څوګ مري. 

د حکومت د مصالحې عالي شورا مشر هم اوس په داسې يو چوکاټ کې دی. هغه  مهال چې دی د حکومت اجرائيه رئيس وو نو هر ناوړه پېښه به چې کېدله د خلکو پر خولو د ولسمشر نوم وو او يا به يې هم طالبان ملامتول. که حکومت کې به فساد وو، که د امنيت کمزورتيا وه، سياسي کړکېچونه به وو، طالبان سره د حکومت لانجې وي؛ حکومت، ولسمشر غني او طالبان به په کې ملامت وو. په ډېرۍ مسايلو کې به عبدالله عبدالله هم په نيغ يا نه - نيغ ډول دننه وو، خو لکه عزرائيل له خلکو يې نوم هير وو. 

اوس وخت کې د ولس ترټولو ستره تنده سوله ده؛ اوربند دی او د جګړې پای ته رسول دي. د سولې او د خبرو له لارې طالبانو سره د جګړې پای ته رسولو دا ستر مسووليت د مصالحې عالي شورا په چوکاټ کې ډاکتر عبدالله عبدالله ته سپارل شوی دی. د سولې بين الافغاني خبرو څرک نه لګي؛ په هره ورځ د جګړې په تنور کې د افغان امنيتي ځواکونو او طالبانو په نوم افغانان وژل کيږي او همدا ډول يې ترمنځ ولسي وګړي قرباني کيږي. 

د دغه ټولو ناخوالو سره - سره بيا هم ولس يا ولسمشر غني ملامتوي، يا طالبان په دې پړه بولي چې سوله نه کوي او جګړه يې تېزه کړې ده او يا هم د افغان جګړې د اوږدېدو مسووليت پر امريکا او نړيوالې ټولنې اچوي، چې د افغانستان د سولې لپاره او د جګړې د پای لپاره اراده او سپين نيت نه لري. په داسې حال کې چې  د سولې مديريت او مشري ډاکټر عبدالله عبدالله ته سپارلې شوې ده خودی په کې بې غمه د خير په غونډۍ ناست دی. د سولې د وړاندې تګ امتياز هم بايد ډاکتر عبدالله عبدالله ته ورکړل شي او همدا ډول د دغه بهير د خنډ او ځنډ مسووليت هم بايد د نوموړي پر اوږو واچول شي، خو دی داسې هير شوی دی لکه د مرګ پر وخت چې د عزرائيل نوم څوګ نه اخلي او د يو کس د مرګ په نورو لاملونو پسې خبرې کوي. 

ډاکتر عبدالله عبدالله داسې يو ستر مسووليت ته غاړه ورکړې ده چې وضعيت په کتو يې د تر سره کولو وس نه لري. د مصالحې عالي شورا دننه يې ګڼ کمېسیونونه او ادارې رامنځ ته کړې دي، خو په عمل کې يې داسې څه نه دي کړي چې د سولې بوی ترې پورته شي. ولس هم بايد په وېښتيا سره له دې خبرو تېر شي چې يا ولسمشر غني سوله نه شي راوستلی، يا دا چې طالبان د سولې سره علاقه نه لري يا هم دا چې د سولې نه کېدل د امريکا او نورو هېوادونو پر اوږو اچوي. د سولې ښه او بد مسووليت ډاکټر عبدالله عبدالله ته راجع کيږي او د هرې لاس ته راوړنې او خنډ سره يې بايد د نوموړي نوم هم واخېستل شي.