سريزه
۲۰۱۷ز کال کې د ولسمشر ترمپ په مشرۍ د امريکا متحدو ايالتو حکومت افغانسنان ته اضافي پوځيان ولېږل او په دغه هېواد کې يې ورته مسووليتونه او صلاحيتونه ور زيات کړل. له شک پرته چې د ولسمشر ټرمپ نوې سټراټيژې به د پخوانۍ سټراټېژۍ، چې تر يو بريده ناکامه شمېرل کيږي، د ژور بدلون سبب شي. په دې پار چې نوې سټراټېژي اغېزمنه تمامه شي، نو په کار ده چې د افغانستان جګړې پورې ټولې تړلې اقتصادي، سياسي او پوځي برخې او په ځانګړې ډول د روسيې موخې او فعاليتونه تر نظر لاندې ونېول شي. افغانستان کې د مسکو د موخو ښکاره تحليل نشته خو دا چې مسکو ولې د افغانستان په موضوع کې لېوالتيا لري، دا ځواب کېدای شي چې مسکو ځکه د طالبانو مرسته کوي ترڅو افغانستان کې د اسلام اباد اغېز چې د يوازيني بهرني ځواک په توګه مطرح دی، کمزوری او بدل کړي. د مسکو په نظر چې کابل کې د پاکستان د ګتو ساتونکی رژيم ورته د منلو په بل اړخ کې بيا داسې يو حکومت چې د هندوستان ګټې په کې خوندي کېدای شي، د پاکستان د ملي ګتو په زيان ورته کتل کيږي.
بيا په بل اړخ کې له ۲۰۱۳ کال را وروسته روسيې او پاکستان د ښو اړيکو يو نوی پړاو سره پيل کړ. د لومړي ځل لپاره پاکستان روسيې په ګډه قفقاز کې ګد پوځي عمليات يا مانورونه پيل کړل چې د شريکو ګتو نښه شمېرل کيږي. همدا ډول پاکستان د روسيې هغه غوښتې ته مثبت ځواب ورکړ چې د پاکستان ګوادار بندر له لارې چې د هند بحيري سره وصل دی روسيه سوداګري او تجارت وکړي. اوس که چېرې اسلام اباد په دې پوه شي چې مسکو په افغانستان کې د اسلام اباد انځور د ورکېدو او له منځه تلو په هڅه کې دی، نو د جوړې شوې ښو اړيکو او شريکو ګټو د دوام شونتيا کمه لېدل کيږي. د مسکو او اسلام اباد پورته اړيکو ته په کتو دا پوښتنه راپپيدا کيږي، چې روسيه په افغانستان کې چې مسکو افغانستان کې څه کوي او ولې يې کوي؟
افغانستان کې د مسکو موخو او کړنو د پوهېدو په پار يوازې بايد هغه کړنې چې روسيیه يې په افغانستان کې کوي په نظر کې ونه نېول شي، بلکې د مرکزي او سويلي اسيا په پار د روسيې ټوله پالېسي بايد مطالعه او وکتل شي. همدا ډول د روسيې – چين او روسيې – ايران اړيکې هم وکتل او تحليل شي. چيین او ايران هم په سيمه او ځانګړي ډول افغانستان کې د روسې د کړنو مرسته کوي او په دې اساس چې بايد يوازې د افغانستان – مسکو اړيکه نه بلکې په لويه کې د روسيې – پاکستان، روسيې – چين او روسيې ايران اړيکې او ګډې هڅې په افغانستان او سيمه کې تحليل او په ژور ډول سره تقسير شي.
افغانستان کې د روسيې د فعالیتونو او پالیسیو لوی چوکاټ
له ۲۰۱۳ کال را وروسته افغانستان کې د روسيې فعاليتونو زياتوالی پيدا کړ. افغانستان کې د روسيې د کړنو زياتېدل د هغه څه لا واضح کېدل دي، چې ويل کيږي مسکو افغانستان کې طالبانو سره مرسته کوي او وسلې ورکوي. که چېرې افغانستان کې د مسکو د کړنو په اړه پوهېدل موخه وي، نو بيا بايد په لويه کې د مسکو کړنو ته وکتل شي او دا څرګنده شي چې د افغانستان جګړه يوازې د ترهګرۍ پر وړاندې جګړه نه ده، بلکې د امريکا يوه نړيواله جګړه ده چې نه يوازې طالبان او امريکا سره په کې مخامخ دي، بلکې د نيباتي جګړې په ډول چين، هندوستان، پاکستان، ايران او روسيه هم په کې دننه شوي دي. د افغانستان په اړه يوه تازه اريابي په ګوته کوي.
د افغانستان جګړه بايد په درېيو لېدلورو کې وکتل شي: د افغانانو او طالبانو جګړه چې د د ټول واک د لاس ته راوړلو په موخه کيږي؛ هغه جګړه چې د سيمې هېوادونو لکه ايران، پاکستان، هندوستان او روسيې د اغېزمن کېدو په پار کيږي؛ او يا د امريکا متحدو ايالتو په مشرۍ نړيواله جګړ ه چې د پورته دوه جګړو پر اساس کيږي.
د سيمې د هېوادونو جګړه په دې مانا ده چې د هند ملاتړې د کابل اداره د پاکستان ګټې نه شي ساتلی نو په دې اساس پاکستان او پوځ يې په دې لټه کې دي چې د خپلو ملي ګټو په پار د طالبانو او حقاني ډلې په ډول ډلې ملاتړ کړي، چې د هندوستان د ګټو لپاره خنډ کيږي، نه د امريکا متحد ايالتو د ملي ګټو لپاره. نو په دې اساس هر څه چې په افغانستان کې پېښيږي؛ په سويلي او مرکزي اسيا او همدا ډول په نړيوالو اړيکو او نړيوال امنيت کې غبرګونونه را پورته کوي. د رسنيو د وروستيو راپورونو په اساس، پاکستان افغانستان کې شته حکومت د هند د ګتو حکومت يادويی او په دې اساس يې د طالبانو او نورو ترهګرو ډلو په ملاتړ سره نيابتي جګړخ رامنځ ته کړې ده. همدا ډول اوس مهال له ۲۰۱۳ کال د روسيې او پاکستان نېږدې اړيکو ته په کتو مسکو د طالبانو په ملاتړ د امريکا ضد نيابتي جګړې کې برخه اخلي.
روسيه او ايران دواړه افغانستان کې د امريکا پر وړاندې سره همکاري کوي. د دغه دوه هېوادنو ترمنځ همکاري د روسيې – ايران د همکارۍ له هوکړې وروسته زياته شوې. مسکو او تهران په دې وروستيو کې د انرژۍ برخه کې سره هوکړې کړې او اړيکې يې سره نېږدې شوې دي. له دې وراېخوا چین هم د مسکو ملاتړ کوي؛ د ايران – روسيې د هغه پالېسۍ ملاتړ کوي چې له لارې يې د پاکستان – چيین اقتصادي دهليز سره د ۴۶ مېلېارده امريیکايي ډالرو په شمېر مرسته کيږي. په ورته وخت کې مسکو له طالبانو سره خبرې پيل کړې، وسلې ورکوي، مشران يې له تور او بندېزونو له نوملړ باسي او نور مرسته يې کوي. مسکو کابل کې خپل سفارت د پخواني شوري يووالي د وخت کسان په دنده ګماري ترڅو طالبانو سره خبرې او مرسته وکړي. تهران او مسکو دواړه په افغانستان کې په دې هڅه کې دي چې په دې هېواد کې د داعش د بريا مخه ونېسي. کابل کې د روسيې سفير الکسندر ماټيټسکي يو وخت د خپل ماموريت پر مهال ويلي، چې د داعش د مخنيوي هڅه د مرکزي اسيا د امنيت هڅې دي.
روسيه له تهران سره هم افغانستان او سوريه دواړه هېوادونو له نېږدې همکاري کوي ترڅو منځني ختيځ کې د دغه دوه هېوادونو ترمنځ ټول شته اختلافونه له منځه لاړ شي. د تهران او ايران همکاري د بيجينګ – مسکو ترمنځ همکارۍ ته ورته والی لري چې د سويلي اسيا په پار يې کوي. روسيه د يو نړيوال ځواک کېدو په پار نه شي کولی چې په سويلي او مرکزي اسيا کې په يوازې ځخان حرکت وکړي، نو بايد چې په دغه موخې ته د رسېدو لپاره له ايران، پاکستان او چين سره د ښو اړيکو په تار وتړل شي.
نو په پايله کې ويلی شو، چې د افغانستان په جګړې کې د روسيې غېر مستقيم دننه کېدنه او له طالبانو سره مرسته يوازې دا هدف نه لري چې روسيه د طالبانو ملاتړ کوي او د امريکا پر ضد اقدام کې ور سره مرسته کوي. د روسيې ژور او اصلي اهداف دا دي چې مرکزي او سويلي اسيا د خپل اغېز سيمه جوړه او هغه شته ګواښونه چې مسکو ته په کې متوجې دي له منځه يوسي. دغه موخې د رسېدو لپاره روسيه افغانستان کې د طالبانو ملاتړ کيو او د سيمې هېوادونو؛ چين، ايران او پاکستان سره اړيکې نېږدې او سټراټېژيکې کړې دي.
وروستي