د افغانستان اسلامي جمهوریت د سولې مرکچي پلاوي کې يو غړی حيفظ منصور نوميږي. ياد کس له افغانیت بېزاره او په تنګ قومي سياست او مسايلو کې ګير دی. حيفظ منصور له ډېر اوږد تېر راهيسې قومي مسايل د ژبې پر سر لري؛ د يووالي او وروڼو قومونو شتون سره حساسيت لري؛ خبرې او کړنې يې داسې دي چې نفاقونو او نفرتونه شېندي او حساسيتونه او غبرګونونه راپورته کوي.
دی چې کله دوحې په دې پار ولېږل شي چې طالبانو سره خبرې وکړي او هغوی راضي کړي چې د هېواد بچيان دي او په يو ټغر سره راټول شي، نو منصور بيا د ټپونو د مهلم پر ځای پر ټپونو مالګې شيندي؛ سپکې - سپورې وايي، پيغورنه کوي او داسې دريځ نيسي چې د طالبانو سړه شوې غوسه ګرموي او د ستونزو د حل پر ځای، دی ستونزې زېږوي.
منصور په دويمه درېيمه خبره کې د مقاومت وايي؛ د طالبانو، مسعو او رباني د جګړو يادونه کوي، غټې - غټې وايي؛ تللی د سولې په پار، خپرونو کې د سولې په پار مېلمه شوی وي، خو لهجه او د خبرو ډول يې د جګړې، کرکې او غچ اخېستنې په بڼه وي.
دی له طالبانو سره د پنځه کاله پخوا او شل کاله اوسنۍ دښمنۍ وايي، خو يوازې يې له طالب سره ورانه نه ده، بلکې له هغه کس سره چې دی د سولې په مرکچي پلاوي کې ټاکلی دی، ده ته يې امتيازونه په پام کې نېولي دي، پر دی يې باور کړی دی، هم پرې ښه نه لګي. حيفظ منصور وايي چې زه نه د ولسمشر غني استازي يم، نه د جمهوريت او حکومت استازي او نه د دوی په استازېتوب له طالبانو سره خبرې کوم. پوښتنه کې ترې وشي نو د ده ځواب به دا وي چې زه د جمعيت ګوند او يو څو تاجکانو استازولي کوم. که څه هم منصور ځان دې ولس استازی بولي، خو په دې به نه وي خبر چې دی ولس په انتخابي ډول نه دی ټاکلی چې د ولس د استازتيوب ادعا يې تر يو بريده سمه شي؛ بلکې دی د ولسمشر محمد اشرف غني له خوا په انتصابي ډول د جمهوريت د سولې د مرکچي پلاوي غړی شوی دی.
حيفظ منصور که چېرې دا ادعا کوي چې دی د ولس استازی دی، نو دی ولس بايد وپېژني چې ولس څوګ دی؟ ولس هغه خلک دي چې ولسمشر غني يې په رايې ټاکلی دی؛ د ولس يوه برخه هغه کسان هم دي چې يا اوس مهال طالب دی او يا طالب ملاتړی. نو ته چې نه طالب مني او نه غني مني نو د ولس يو ستره برخه هم نه مني. که د حيفظ منصور عيقده دا وي، چې افغان ولس يوازې هغوی دي چې جمعيتی وي، د ده هم - قومه او د ده هم - ژبه وي، نو دا بيا تېروتنه کوي.
طالبانو سره د سولې په خبرو کې د مسعود او د دوی د جګړو يا د حيفظ منصور په خوله د مقاومت خبرې، وضعيت ښه نه بلکې نور هم خرابولی شي. که حيفظ منصور په رېښتا هم د اوسنۍ جګړې څخه ستړی وي او دا فکر ور سره وي چې طالب سره جوړه د هېواد ژغورنه او سوله ده؛ نو بيا بايد دا ارمان ونه کړي چې احمد شاه مسعود او رباني ورته بيا راژوندي شي او دی د هغوی استازی شي. منصور دي دا ومني چې دی ولسمشر ټاکلی او د حکومت استازېتوب کوي او همدا ډول په دې پار ټاکل شوی دی چې طالبانو سره وغږيږي او ستونزې د پيغور، رټ - سړېتوب، غچ او ګواښ پر ژبه نه بلکې د صميميت او خبرو په نرمه ژبه سره حل کړي.
وروستي