روهي (پنځه نۍ/۲۰ د غبرګولي)، نيويارک ټايمز ورځپاڼې د امريکا متحدو ايالتو دفاع وزارت يا پنټاګون د مالوماتو پر بنسټ لېکلي دي چې که چېرې افغان ځواکونه اړتيا ولري نو امريکايي ځواکونه به د دوی هوايي ملاتړ وکړي. د امريکا د دفاع وزارت چاراکو نيويارک ټايمز ته ويلي دي چې په هغه صورت کې چې پلازمېنه کابل يو د افغانستان کوم بل ستر ولايت د طالبانو له خوا سقوط ته نېږدې شي، نو امريکايي ځواکونه د افغان ځواکونه څخه په ملاتړ پر طالبانو هوايي بريدونه تر سره کړي.
پنټاګون دا خبرې د ولسمشر جوبايډن او د نوموړي د ملي امنيت شورا د سلاکار د هغه خبرو سره په ټکر کې دي چې ويلي دي چې که چېرې امريکايي ځواکونه له افغانستانه ووځي، نو هغه مهال به د امريکايي ځواکونو له خوا افغانستان کې هوايي بريدونه پای ته ورسيږي.
نيويارک ټاميز ورځپاڼې ته د امريکا په دفاع وزارت کې سرچينو ويلي دي چې که څه هم تر اوسه پورته پرېکړه وروستۍ شوې نه ده، خو په دې فکر روان دی چې د کابل او سترو ولايتونو د سقوط پر وخت به امريکايي ځواکونه پر طالبانو هوايي بريدونه تر سره کوي.
امريکايي چارواکو ويلي دي چې که چېرې داسې وضعيت رامنځ ته شي چې د امريکايي ځواکونو له وتلو وروسته، امريکايي ځواکونه پر افغانستان کې هوايي بمبار کوي، نو د هر هوايي بريد لپاره به په نيغ ډول د ولسمشر جوبايډن هوکړه او اجازه اړينه وي. دوی دا هم ويلي دي چې د همدې مياشتې تر وروستيو امريکايي ځواکونه افغانستان کې ټولې خپلې پوځي اډې خوشي کوي او که چېرې هوايي بريدونه تر سره کوي نو دا بريدونه به له فارس خليج کيږي، چې لګښت به يې ډېر، وخت نيونکي او لوژيستکي مصرف به يې هم لوړ وي.
وروستي