آيا د شکر د لومړي او دويم ډول ترمنځ توپير کولی شی او که په کې ګډوډ ياست؟ د type 1 and type 2 diabetes ترمنځ توپير

شکر يا diabetes اوس مهال نړۍ کې يوه عامه ناروغي ده. مېلونه کسان پرې ککړ دي او همدا ډول په ګڼ شمېر کسان د دغه ناروغۍ له امله معيوب کيږي. شکر ناروغي په لويه کې دوه بڼې يا ډولونه لري، چې په طبي اصطلاحاتو کې ورته  type 1 and type 2 diabetes وايي. دغه دواړه ډولونو کې عمومي ستونزه د انسلين هورمون ګډوډي ده؛ انسلين په دومره اندازه يا په داسې اندازه نه توليديږي، چې په وينه کې شته خواږه يا ګلوکوز  کنټرول کړي. هر کله چې د شکر يو ناروغ هم ډاکټر ته لاړ شي، نو ډېر وخت ورڅخه دا پوښتنه کيږي، چې کوم ډول شکر لری؟ لومړی ډول يې او که دويم ډول يې؟ دا ځکه چې د پورته ورته والي سره - سره د شکر لومړۍ او دويمه بڼه په خپل منځ کې ډېر توپرونه سره هم لري. دې لېکنه د شکر د لومړۍ او دويمې بڼې ترمنځ په يو شمېر توپيرونو درته رڼا اچوو. 

۱- په لومړي ډول شکر کې د وجود دفاعي يا Immune سېستم پر پانکراس غدې بريدونه کوي او د کافي انسلين د توليد مخه يې نيسي. خو که چېرې د شکر دويم ډول شتون ولري، نو بيا وجود په بشپړې اندازې سره انسلين نه شي توليدولی؛ يا هغه انسلين چې توليديږي، د وجود له خوا نه پېژندل کيږي چې دا انسلين دی، ترڅو د ګلوکوز کچه پرې کنټرول کړي. 

۲- دا چې د شکر لومړی ډول ولي رامنځ ته کيږي، تر اوسه په اړه پوره مالومات نه کيږي او لامل يې نه ده په ګوته شوی، خو د شکر دويم ډول يو غټ لامل د وزن ډېرېدل او جنټيک تاثير دي. 

۳- د شکر ناروغۍ د لومړي ډول نښې - نښانې په کم وخت کې را پيدا کيږي او د يادو نښو په لېدو سره د ناروغۍ درملنه شروع کيږي، خو بيا له بلې د شکرې ناروغۍ د دويمې بڼې د نښو ښکارېدل سخت او ډېر وخت نېونکي وي؛ په ستونزمنه توګه يې نښې - نښانې را څرګنديږي او په پايله کې د ډېر وخت لپاره د شکر ناروغۍ دويمه بڼه د انسان په وجود کې پټه پاتې کيږي. 

۴- د لومړۍ بڼې کنټرول يا مهار يې په دې کې دی چې ناروغ کس ته بايد انسلين ورکړل شي، ترڅو په وينه کې خواږه پرې کنټرول شي، خو بيا د دويمې بڼې د مهار لپاره يې له انسلين وراېخوا ځيني نورې لارې هم شتون لري چې کولی شي ګلوکوز پر کنټرول کړای شي. ورزش، د وزن کمول، پرهيز کول او نور يې د پيزوان کولو غوره لارې دي. 

۵- سخته تنده، ژر ژر رڼو متيازو ته تلل، د وزن کمېدل، د سترګو د ليد بې خونده کيدل، د وجود ستړيا او کمزوري د شکر د لومړۍ بڼې نښې دي؛ بې حده ډېره تنده، په څو ځلې ډول د رڼو متيازو احساس، د سترګو د لېد خړ - پړ والی، د پوستکي خارښت او کمروزی د شکر ناروغۍ د دويم ډول نښې - نښانې دي، خو د ويلو وړ ده چې په دويم ډول کې نښې - نښانې ډېر وخت وروسته را څرګنديږي. 

۶- د شکر ناورغۍ د دغه دوه ډولونو ترمنځ يو بل بنسټيز توپير دا دی، چې دويم ډول يې په دې اساس رامنځ ته کيږي چې تاسې په کورنۍ کې په تېر کې چا د شکر ناروغي درلودلې وي، یا جنټيکي دی، خو د لومړي ډول د رامنځ ته کېدو لامل يې بيا په دې ډول نه دی؛ مختلف شيان سبب کېدای شي چې وجود د انسلين د توليد مخه ونېسي او په پايله کې د شکر لومړي بڼې ناروغي پيدا شي.