دلوی احمدشاه دراني د وفات ۲۴۹ کالیزې ته په ارادت (د دراني امپراتورۍ یو بل له پامه لویدلی خو مهم متحد - دويمه برخه)

د دراني امپراتورۍ یوبل له پامه لویدلی خومهم متحد 
دلوی احمدشاه ابدالي له پاره له شکه پرته په هند کې دهغه وخت راجپوتانه یا اوسني راجستان یوه  له هغومهمواوستراتیژیکو سیموڅخه وه چې له لرغوني زمانې بیا ترننه د هندوستان په تاریخ کې له خپل اهمیت څخه لرې نه ده پاتې شوې،له غزنوي یرغلونو بیا ترانګریزي ښکیلاکي دورپورې دغې سیمې ددغوبرلاسو ځواکونو لپاره ځانګړي اهمیت درلود اودخپل نفوس اونفوذ په دوران کې یې له دغې سیمې څخه دشمال او جنوب دواړوخوا وو پرلورد پرمختیا اوپراختیا پرلورد پاملرنې وړګټه اخیستې ده او دغه سیمه یې دیوې ستراتیژیکې سیمې په توګه دخپلو پوځي تیریوپه موخه کارولې هم ده.  
 
موږ تراوسه په هند کې د لوی احمدشاه بابا دلښکرکشي په اړه پورتني متحدین سره یادول،چی هغوی لوی احمدشاه ته بلنه ورکړه اویوشمیربیا کله چې احمدشاه هندوستان ته راغی له هغه سره مرسته وکړه اوخپله بلنه یې  ده ته یي د هندوستان دوخت د نومیالي روحاني لارښود شاه ولي الله  له لارې استولې وه، په دغه اړه زیات شمیرهندي اوغیرهندي مورخین هم  په دې انددي چې احمدشاه کله هم په خپله رضا دهندوستان دنیولو هوډ نه درلود اونه په دی فکرکې وچې باید پرهند (دځان اوهیواد له دفاع پرته) یرغل وکړي اویاهم په هندوستان کې پاتې شي،چی یوشمیرمسلمانان په هندوستان کې دده له خواد یوه پیاوړي حکومت نه جوړول هم دده له تیروتنو څخه بولي. په داسې حال کې چې خبره دومره هم ساده نه ده لکه چې په دومره آسانۍ اودومره لنډوکرښوکې ویله اولیکل کیږي، احمدشاه دیوه اتئلاف په نتیجه کې هندوستان ته ولاړ، لکه چې دمخه مویادکړ،څه چې دلته لږ نورهم په تفصیل سره دویلووړدي اوموږهم هغه ته لږه پاملرنه کړې اویاداچې په دغه باره کې موډیرڅه نه دي لیکلي هغه له دراني امپراتورۍ سره دراجپوتانواوراجپوتانې پیاوړی یووالی و، چې زه دلته ددغه لوی بحث په ترڅ کې دیوې ناویلي موضوع په توګه اشاره ورته وکوم : 
 
راجپوتانه یااوسني راجستان جالب اودپاملرنې وړجغرافیایی موقعیت لري،دا سیمه چی هندوستان په شمال اوشمال لویدیزکې له،سند اولږ ورهغه خوا له افغانستان اوپخواني خراسان سره تړي موسم یۍ تود او زیاتره د زړه خوړینودښتواوشګولرونکي سیمه ده دتاریخ په اوږدوکې دلویو امپراتوریود لښکروګذرهم په همدغه له ستړوډکوشګواوتودوخوباندې شوې چی ځانونه یې ترهندوستان پورې  په خوراسختیوسره راسولي دي. دغزني محمودهم دراجپوتاني پرلاروسخت ځاني تاوانونه لیدلي دي،غوري واکمنان هم ترهرڅه دمخه دلته راغلل اوان چی په لومړي راتګ سره یې ماته هم په همدغه سیمه( راجپوتانه) کې وه.دغه سیمه د هندوستان زړه هم بلل کیږی،یوه برخه یې په پخوانی مالوه کې راتله،له ګجرات او لږ ورهغه خوایی لمنه ترعربی سمندرګی پورې هم غزیږي، همداده چی د تاریخ په هرپړاو کې یی ځانګړي جغرافیایی،سیاسی اوپوځي اهمیت درلود. دډیلی سلطنت، لودیانواو سوریانو له هغه راورسته دمغلواود انګریزانو پرمهال هم دغې سیمې خپل پرتم او شته والي له لاسه ورنه کړ، دلودي سکندرمورهم دراجپوتانې دیوه راجپوت زرګرلوروه،د سوري شیرشاه په دوره کې هم راجپوتانې ته دهغې د موقعیت له امله ځانګړی اهمیت ورکړی شوي و،همداوه چي بیا هندي مغلي واکمنانو دغې پالیسي ته په هند کې پراختیا ورکړه او له دغې سیمې سره یې اړیکي نورهم پیاوړي شول .همداوجه وه چې دغه سیمه د نورهندوستان په انډول د تاریخ په ډیرووختوکې دسختو اودرنویرغلونوڅخه خوندي پاتي شوې ده.
 
دهندوستان په جنوب کې د مرهټه شیواجی غورځنګ چې نن سبا دهندوستان دملي تاریخ یومهم څپرکې جوړوي اودمغلي واکمنۍ په وړاندې یې سرکښي وکړه، ډیرزیات هندوان له دغه حرکت سره مل شول  خویوازنې څوک چې له مغلي واکمنانانو سره یې دهند په جنوب کې ددغه غورځنګ په ټکولو کې مرسته وکړه هغه هم دغه نومیالي راجپوتان ووچی ان د اورنګ زیب ترعصره هم په خپله ژمنه باندې ژمن پاتې شول او ځانونه یې له مرهټه وو سره مل نه کړل.په شمالی هندوستان کې هم  کټ مټ خبره  روانه وه،د افغانانو دمغلي ضد غورځنګونو( روښانیانو) او (دریاخان اوایمل خان) په مقابل کې هم راجپوت مشران لکه جسونت سینګ اونورجنګیدل چی له سختو ستونزو اوماتو سره هم مخامخ شول. 
 
په انګریزې دوره کې هم راجپوتانې اوراجپوتانو خپل هراړخیزاهمیت له لاسه ورنه کړ،انګریزان هم  ترهرڅه دمخه له دوی سره په هراړخیزه توګه غاړه غړۍ شول،ځکه دوی هم د هندوستان په وړاندې بیلابیل غرضي پلانونه درلودل، چی دهغو دتطبیق په خاطر دوی داسې یوې ډاډمني پایګاه لکه راجستان ته دخپلو پوځي اوسیاسي هدفو په خاطر اړتیا درلوده، دهندوستان زیاترو تاریخ پوهانو دغه ټکی په دقیقه توګه ترڅیړنې لاندې نیولي اودانګریزانو له خوایي دغې سیمې ته دځانګړې پاملرنې په اړه یادونه کړې لکه چې یوه تاریخ لیکونکي لیکلي دي:  
“ Rajput alliance had been a potential factor in the consolidation of Mughul rule in India ; the Marathas under the third Peshwa faild to utilize it for their    Hindu-Pad-Padshahi ; and its value was realized by Lord Hastings even when the Rajputs had become “ a played – out rac”. The Governor- General was satisfied  that an alliance with the Rajput State would  give “ immense Strategic advantages for the Company’s military and political positions in Central  india “ and would place at the disposal of the Company “ the resources of  the Rajput country, for defensive and offensive purpose, against the internal as well as external enemies of The Company “ .   ( AN ADANCED HISTORY OF INDIA  p, 719 
 
 دهمدغه اصل په پام کې نیولوسره روښانه وه چي راجپوتاني ته لوی احمدشاه بابا هم په خپل وخت کې سخت متوجه واودغه سیمه یې په هند کې دخپلو بریو په خاطرد خپلو ټولو لښکرکشیو په ترڅ کې کله هم له پامه نه ده غورځولې. داحمدشاه ابدالي د لښکرکشۍ په اړه تاریخ خپل بې رحمه قضاوت کوي،چی دغه قضاوت زیات پرهغو ولسونو پورې اړه لري چی ددغو لښکرکشیو درب اوخرپ یې لیدلي وي،اوسني تاریخونه ترډیره حده د روانولنډمدتو سیاستونو پربنسټ لیکل شوي او ویل شوي دي،خو زه فکرکوم  چی که نړې او دنړۍ تاریخپوهان په دې وتوانیږي چی د نړۍ تاریخ پریوه علمي بنسټ باندې ولیکي، په دغه ترڅ کې به ډیرې خبرې اوحقایق داسې هم راووځي چی هغه به نوردغه اوهغه تحلیل ته اړتیا نه لري او نه به هرڅوک هغه له خپل فکراوتمایل سره سم تحلیلوي،ځینې خبرې دنړۍ په تاریخ کې هم ښې اومستندې خبرې نه دي،اوسم علمي تحلیلونه نه دي پرې شوي لاهم خلک لاهم دغه ټکي ته نه حاضریږي چی هغو بدوته بداوهغو ښوته ښه ووایي چې دوی اویا د دوی تیرپه کې ښکیل او یا ورسره مخامخ دي، بله خبره داده چی باید دتاریخي پیښوپه برخه کې هم یوه علمي پرتله اودیوه علمي قضاوت  پوښتنه هم په منځ کې وي، څویوڅوک، یونسل خولږترلږه دا ووایی پرون دنن اونن د سبا په پرتله ښه و اویا ښه نه واویا نه دی.ځکه چي ...؟؟؟