د محسن دوړ او منظور پښتين ترمنځ اختلاف؛ د پښتون ژغورنې غورځنګ راتلونکی پر کوم لور روان دی؟ 

روهي (پنځه نۍ/۱۳ د غبرګولي)، په دې وروستيو کې د پښتون ژغورنې غورځنګ د دوه مخښکو غړو منظور پښتين او محسن دوړ ترمنځ د يو څه سياسي او نظري اختلافونو ويل کيږي. که څه هم تر اوسه منظرو پښتين او محسن دوړ په ډاګه داسې کومه څه  نه دي ويلي، خو د دوی څرګندونې توپيري او د يو او بل د دريځ سره واټن لرونکې ښکاري.

تازه د پښتون ژغورنې غورځنګ غړي محسن دوړ ويلي وو، چې دوی په دې هڅه کې دي چې خپله مبارزه او وړاندې تک د يو سياسي ګوند په چوکاټ پيل کړي او په دې ډول سره خپلو هيلو ته ورسيږي. 

محسن دوړ په خپلو څرګندونو کې د سياسي ګوند د جوړېدو ځيني نورې ګټې او امتيازونه هم په ګوته کړل او په باور يې چې په دې ډول مبارزه کې لا منظم او غښتلي کېدای شي. 

د محسن دوړ وروستيو څرګندونو ته د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتين غبرګون ښوودلی او پرته له دې چې د محسن دوړ نوم واخلي، هغې ته په اشارې يې ويلي دي، چې دوی د نوي ګوند د جوړولو تکل او هوډ نه لري. 

پښتين پر خپلې فېسبوک پاڼې لېکلي دي،  "یو بحث روان دی چې نوې پارټۍ جوړېږي، ملګرو اول دا خبره کووم، چې تحریک هیڅ پارټۍ نه جوړېږي او د تحریک له پارټۍ سره هیڅ اړیکه نشته او پارټۍ جوړولو سره تحریک اړیکه نه لري. "

پښتين وړاندې زياته کړې ده، "درې کلونو کې له ډېرو سختو ازموینو تېر شوي یو او راتلونکي کې به هم هر ډول ازموینې ته تیار یو: د خپل وطن او خپل قام په خاطر چې راته کومه لار په ګډه وټاکل شوه، په هغه لار به په مضبوطۍ او حوصلې سره ځو. "

منظور پښتن وړاندې دا هم لېکلي دي، چې د پي ټي اېم ایین کې دا ډېر واضح لیکل شوي چې د بلې پارټۍ غړی او چارواکی د دې تحریک غړی نه شي کېدلی.

د منظور پښتين او محسن دوړ ترمنځ يو څه دا ډول توپيري نظرونه د پښتون ژغورنې د ملاتړو د اندېښنو سبب کيږي او ويره يې دا ده چې که چېرې داسې درزونه رامنځ ته شي، نو د پښتون ژغورنې غورځنګ اغېز به ور سره کم شي.