افغانستان په څلورو کالونو کې ۲۱ زره مټریک ټنه صادرات کړي

روهي (څلور نۍ/۱۲ د غبرګولي)، د افغانستان د رسنيو مرکز په يوې خبرپاڼې کې ويلي دي چې په تېرو څلورو کلونو کې افغانستان د يو شمېر اروپايي هېوادونو په شمول، ۲۱ زره مټریک ټنه صادرات کړي. 

د دې راپور پر بنسټ په دې صادراتو کې وچه او تازه میوه، زعفران، اینجه، افغاني غالۍ او چلغوزي شامل وو.

د حکومت د رسنیو د دې راپور پر بنسټ د ۲۰۱۷ میلادي کال راهیسې چې افغان حکومت د افغان تولیداتو د صادراتو لپاره هوايي دهلېزونه جوړ کړي دا هېواد يې په اقتصادي لحاظ د سیمې او نړۍ له هېوادونو سره نښلولی دی.