په چپرهار ولسوالۍ کې زړه بووګنوونکي وژنې او د چارواکو چوپتیاوې!

 
چپرهار ولسوالۍ که څه هم دمرکز جلال اباد سره نژدې پرته ده خو په دې ولسوالۍ کې دطالب ترنامه لاندې دګوته په شمېر بې رحمه غلوو او لارو شکوونکو اړو دوړ او دبلې خوا دولایتي په خوب و یدو مسولینوو دنه پاملرنې او دښې چاواکۍ پرځای د ډول ډمبکواکۍ پلې کوونکو دناسم چلند له امله ورځ تربلې یې حالت دترینکیدا په حالت کې دی.
که څه هم دچپرهار ولسوالۍ دمیشت قومونه او اسیدونکي د شملې،زړورتیا،میلمه پالنې او په ځانګړې ډول دپوهنې په برخه کې دسترو لاسته راوړنو خبرې دهېواد په کچه مشهورې وی خو دهمدغه شته لاسته راوړنې متاسفانه دځینو هېواد دښمنه عناصرو لپاره دزغم وړ نه وی او د منظمو په لاره اچول شوو پلانونو له امله دسوله غوښتوونکو ولسونو سیمه دناامنیوو ډګر وکرځيده او همدغه سوله غوښتونکي مشران او ځوانان يې ښکار شول.
دوه کاله وړاندې دچپرهار ولسوالۍ کې د دولت ضد وسلوال ځواک ترنامه لاندې کوم داسې غښتلي ګروپ شتون نه درلودو چې پرفعالیتونو یې حساب وشي خو اوس په دغه ولسوالۍ کې په سل ګونو تنه ځوانان په بیلابیل ډوله سپکو او درندو وسلو سبمال شوې او ددغې ولسوالۍ څخه یې دکندهار موسی کلاء جوړه کړیده.
د راټولو شوو معلوماتو له مخې په تیرو دوه کلونو کې په نوموړې ولسوالۍ کې دطالب ترنامه لاندې دناپیژاندو وسلوالو له لورې دسیمې لږترلږه ۸۰ تنه وژل شوې چې ډيرې برخه یې ځوانان جوړوي خو دغه وحشي وژنو څخه مخورقومي مشران هم خلاص ندي،دنوموړي احصایي له مخې شاید دهېواد په کچه چپرهار په لومړۍ لیکه کې راشي.
همدارنګه په نړیوالو او افغان ځواکونو لږ ترلږه ۱۵۵ بریدونه شوې چې لاسته راغلوو معلوماتو له مخې یې مړ او ټپیان ۵۵ ته رسیږي.
په همدغه دوه کلونو کې دچپرهار ولسوالۍ په ودانۍ لږ تر لږه ۳۵ چریکي بریدونه شوې چې وخت ناوخت یې مرګ ژوبله هم له ځان سره لرله.
همدارنګه دنړیوالو او افغان ځواکونو په عملیاتو کې ۳۶ تنو وسلوالو ته مرګ ژوبله اوښتې او نژدي ۶۷ تنه یې ژوندي نیول شوې چې په مړو،زخمیانو او بندیانو کې ملکي وګړي هم شامل دي.
د نوموړي ولسوالۍ ناامنه سیمې سره کلاء،ډاګو،حافظان،اخون کلی،پتیرۍ،څولوزۍ،کندیباغ،دولتزي،چینې،تریلې،للمه،سنګینه،ماڼو،کوډکی،شولانه،هدیاخیل،ګمبیل،غوراباد او کلاشیخ یادولای شوو دا هغه سیمې دي چې ډیرې پیښې همدلته شوې دی او دچپرهار پاتې نور کلي هم دنا امنیوو په لمبو کې سوځي.
دلته دبیلګې په توګه یواځې دیو څو بوګنونکو پيښو څخه یادونه کوم.
• د۱۳۸۸ کال دچپرهار ولسوالۍ سره په ۵۰ مترۍ کې داتصالاتو په پایه کې درې تنو تنګیوو ځوانان هریو اظهارالله،فیاض ورونه او محمد اکرم تره زوۍ په بې رحمانه ډول په شهادت ورسول چې مسولیت یې طالبانو په غاړه واخیسته او حکومتي چارواکو یې ننداره کوله.
• په ۱۳۸۷ کال دکب په میاشته کې د ډاګو دلالا کي په سیمه کې په یو واده هم نامعلومو وسلوالو لاسي بم وغورځاوو چې شلو(۲۰) تنو ځوانانو ته یې مرګ ژوبله واړوله.
• په همدې کال دکاریزو په سیمه کې هم وسلوالو کسانو په یو کور برید وکړو او دعزیز په نامه یې یوتن ځوان چې په خواکه خوب ویدو وو په ډزو وویشتو چې دمیرمنې په ګډون یې ۶ تنه ماشومان بې سرپرسته پاتې شول.
• په همدغه کال کې دلونګپور مخور مشران حاجی اکرام او برهان الله هم همدغه وحشی ځناورو په ناځوانه ډول دکلاشیخ او کندیباغ ترمنځ دسپین غره څخه په راغلې خوړ کې داختر په شپه په شهادت ورسول او داخترپه خوښیښو کې ددې کورنۍ ټول غړي او چپرهاریان د ویر په ټغر کینول.
• بله پيښه ۱۸۸۹ کال دسرې کلاء په سیمه کې چې په ورستیوو کې په موسی کلاء مشوره شوېده طالب په نامه لارو شکوونکو ددې سیمې پنځه تنه ځوانان دټوپک په ډزو ووېشتل او طالبانو سیمه ایز ویاند یې پړه پرغاړه واخیسته.
• په ۱۳۸۹ په لومړیو کې دکلاشیخ په سیمه کې یوتن دقرانکریم حافظ چې د امامت څخه دکور په لور روان وو همدغه ناپیژانده غلوو په ډز وویشته او ټوله کورنۍ یې بې سرپرسته پاتې شوه.
• د۲۰۱۰ کال د ډسمبر په ۱۷ نیټه دټاکنو په ورځ دشولانې کلې داختر لمانځه په محراب کې (محراب مرکي) هم دیوتن ځوان روح واخیسته،پداسې حال کې چې محمد ص دجنګ پروخت دغیرو مسلمانانو دعبادت ځایونه دتیرې څخه خوندي بللې او په قرانکریم کې هم دغیرمسلمانو ناحقو خدایانو ته کنځل کول حرام بولي پداسې حال کې به کافر دمسلمانانو حق خدای ته کنځل وکړي نو زه نه پوهیږم چې دشولانې،بانډې او لونګپور ټول خلک کافر دي؟
• همدارنګه په ۸۸ کال کې دګلدري په کلي کې دډاک پرسر هم دنوراغا نومې کس په کور دشپې لخوا وسلوالو برید وکړو چې دنوراغا لس کلن معصوم زوی یې په شهادت ورسولو او خپله نوراغا هم سخت ټپي شوو چې سږ کال دوه میاشتې وړاندې همدا نور اغا هم په شولانه کې دنامعلومو وسلوالو په ډزو وویشتل شوو.
• همدارنګه ۱۳۸۹ په لومړیوو کې دډاګو په کلی کې هم یوتن نجار ماښام مهال دنامعلومو وسلوالو په ډزو وویشتل شوو او ۵ تنه واړه بې سرپرسته کوچنیان یې اوس هم په کوڅو کې دسوال ډوډۍ غواړي.
• د۱۳۸۹ کال دمرغومې په ۱۹ نیټه دچپرهار دتریلې په سیمه کې یو ځان مرکي برید وشوه خو طالب ویاند مجاهد په برید کې ۱۸ تنه کورني او بهرنیو عسکرو دوژلو دعوا وکړه په خدای باور وکړي دپيښې عیني شاهد هم چپرهاریان او زه وم پدغه ځای کې دیوتن پولیس په ګډون ۵ تنه ملکي وګړي شهیدان شول چې پکې دوه تنه پکې دجومات لپاره چنده ټولونکي،لس کلن ماشوم،یو لاروی او دیوه څلور کلنه او بله یوولس کلنه جنګیاني چې شفتله یې په لاس کاډي کې بار کړې وو هم په ټپیانو کې شاملې وی.
په دغه ځای کې هیڅا هم بهرني یرغلګر عسکر ونه لیدل بلکې دیو پولیس په ګډون ټول افغانان او عام خلک وو.
• د وژنو ترڅنګ په دې ولسوالۍ کې دوسلوالو غلو لخوا دتیښتونې پيښو هم زور اخیستې او دهمدې له امله ډیرې خلکو دسیمې پریښودلو ته مجبور شوې او جلال اباد ښارته راکډه شوې دي دبیلګه په توګه دوه میاشتې وړاندې په شولانې کلې کې یوتن هټېوال خالد نومې چې په ولسوالۍ کې دتصویر اخیستلوو هټۍ لري دلړم میاشت کې دخپل کور دروازې ترمخ ماښام مهال دناپیژانده وسلوالو لخوا وتښتول شوو او څه کم دوه میاشتې دهمدغه غلو په منګولو کې وو چې د زیاتو پیسو ورکول د تښتول شوې کس دکورنۍ په وس پوره نه وو خو بیاهم دځوان خالد د ژوند د ژغورلوو په اړه یې کورنۍ هلې ځلې وکړي او د پیسو په بدل یې راخوشې کړو.
• په دې وروستیوو کې دمحرم په لسمه ورځ چې دټولې نړۍ دمسلمانانو لپاره یو تاریخي ورځ ده او روژه نیول په دغه ورځ دکال روژو په اندازه ثواب لري قومي اومخور مشر ملک مسافر پداسې حال کې چې دماښام اذان په تمه دسترخوان ته ناست ترڅو دخپلې کورنۍ سره یوځای روژه ماته کړي خو اسلامپاله طالبانو په وحشي انداز دامریکایانو څخه هم په زیات وحشت دکور په دروازو ورننوتل او په ډزو یې پیل وکړو دملک میرمن په خپل ۸ کلن زوی وغوړیدا او چغې یې پیل کړي ترڅو یې دوحشي کسانو څخه بچ کړي،وحشي ځناورو دملک په کور کې تانده غوا،سپې او خره په ډزو وویشتل او ملک یې لاس او پخه تړلې نامعلوم لورې ته بوتلو په نوموړي کورنۍ روژه ماتي قیامت ماتې شوو او ټوله کورنۍ یې دویر په ټغر کښینوله،دسهار په راختوو یې دکورنۍ غړي دملک په لټه شول چې دخرابې په نامه سیمه کې دګلزار کوټې لاندې په لښتې کې دملک مسافر ټوټې شوې او په میخونو سورې سورې جسد بیامونده.
نوموړې پيښې یوځل بیا د پښتنو پرړاندې دهزارګانو هغه دمیخونو ټک وهلوو شیبې سترګو ته نیغې ودرولي.
تاسو لوستونکي اوس قضاوت وکړي چې داسلام ترنامه لاندې پیل شوې غورځنګونه داسلام دبریالیوب په خاطر دی او که دبدنامولو پخاطر زما په اند خو نوموړې یوه داسې پروژه ده چې دنړیوالو لخوا پيل شوې او دپلې کولو ډګر یې افغانستان او لوبغاړي یې هم خرڅ شوې افغانان دي خو یوازې پښتانه پکې د لرګیوو په څیر سوځي چې نړیوال او ګاونډيان یې ننداره کوي.
په درنښت
ناچار چپرهاری
د۱۳۸۹ کال سلواغې ۲ مه نیټه