زماني درک ‎

انسان د هرې پدیدې سره غواړي، چې مبارزه وکړي؛ خو د ژوند د ملګرو کولو چل نه ورځي. هر انساني فکر په همدې بوخت دی، چې څنګه ځان د ټولنې له نورو وگړو بېل کړي او د ژوند ځانگړې لار غوره کړي. انسان د غرور او تدبر په ازانگو کې لوبیږي؛ خو انساني جوړښت د هر څه توان لري، یعنې کولای شي، چې له یوې پدیدې سره تعامل وکړي. ښه لاره خو دا ده، چې د زمان، مکان او شرایطو سره د خپل فکر ،درک او ټولنیز تعامل سره ځان وصل کړي. انسان هر کار د خپل خوښې، د بل په خوښې او یا هم د ټولنې د برخوردونو تر تاثر لاندې ترسره کوي، چې فرد څنگه د انساني افکارو په دایره کې ځان راټول کړي. موږ باید د هرې درک شوې او متحولې ټولنې لپاره داسې وانگیرو، چې د انسان دوستۍ تار وغځول شي.

فرد په فردي لاره کې ځان  ځانگړی بولي؛ خو د دې ځانگړنو پیداکېدو کې کوم لاملونه ډېر اغیزمن تمامېدای شي، دې برخې ته فکر کول پکار دي، چې په ټولنیز درک کې څنګه بدلون راولي. د دې لپاره څو لارې دي، چې انسان څنګه د افرادو ترمنځ د اړیکې یو متحوله او متحرکه تار پیدا کړي، چې هر فرد د یوې زاویې ورسره موافق وي، یعنې یو ډول د دې دایرې غړی شي. انسانان د یو کار گټې له څو زاویو څاري. یوه لار یې فردي، بله یې کورنۍاو اخري یې ټولنیزه ده، چې د همدې دریو زاویو په هنداره کې که د یوې برخې گټه هم پکې خوندي وي، فرد ورسره یو ډول تعامل کوي، دا ځکه چې ځینې په فردي، ځینې په کورنۍ او ځینې په ټولنیزو گټو کې د تحول نښې ویني، چې له دې سره د انسان درک او فهم د هر څه په اړه د زماني او مکاني درک سره جوړه کېږي. دلته بیا د ټولنې د افرادو ترمنځ د یو بل درک کولو، منلو او تعامل کولو لارې پرانیستل کېږي. بیا له هرې پدیدې او ستونزې سره د زماني او مکاني درک له مخې د منطق او استدلال په تله هر څه تلل کېږي.