امريكا كه انګريزان دي دواړه يو دي
اسراييل كه پنجابيان دي دواړه يو دي
دازمـــــا د شهيدانــــــــو قـــــــاتلان دي
شورويان كه ايرانيان دي دواړه يو دي
چى كمكوزې مى دكور دي او ما وژنې
داسې ورور كه دښمانان دي دواړه يو دي
په كالـــو كالو چې نه وينې جانان خپل
مسافر كــــه زندانيان دي دواړه يو دي
خدايا نوره يې په يوبيرغ راټول كړې
پيښوري كه كابليان دي دواړه يو دي
كش چى څوشيپې ليدلې ما خوستى وه
دستا شونډې كه چشمان دي دواړه يو دي
سيد كريم خوستى
وروستي