د یوه پردېس افغان د روژې د میاشتې دعا!

د زړه له کومي، د الله(ج) لوی او مهربان دربار ته، د عاجزۍ دواړه لاسونه پورته کوم، او دغه لاندې دعاوې کوم:

۱ - الله(ج) د زمونږه ټولو مسلمانانو روژې، تراوېح ، ختمونه، او نور عبادتونه، پخپل دربار کې قبول کړي. آمین یارب العٰلمین.

۲ - الله(ج) د زمونږه ټولو مسلمانانو، دین او دنیا برابر کړي. آمین یارب العٰلمین.

۳ - الله(ج) دې په اففانستان او په ټوله نړۍ کې هغه شانته سوله راولي، چې هغه الله(ج) ته، قبوله او منظوره وي. آمین یارب العٰلمین.

۴ - الله(ج) دې، د افغانانو ترمنځ د حق فیصله وکړي. آمین یارب العٰلمین.

۵ - الله(ج) دې، د شهیدانو سپېڅلي ارمانونه، د نړۍ په هر ګوټ ګوټ کې پوره کړي. آمین یارب العٰلمین.

۶ - الله(ج) دې په افغانستان، او په ټوله نړۍ کې، حقیقي اسلامي نظام‌ قایم کړي، او الله(ج) دې دغه اسلامي نظام بیا په اصلي بڼه عملي کړي. آمین یارب العٰلمین.

۷ - الله(ج) دې، د اسلام د لارې ټول بندیان، د تل لپاره آزاد کړي. آمین یارب العٰلمین.

۸ - الله(ج) دې ټولو اسلامي پرګنو ته، تلپاتی حقیقي اتحاد او یووالی په نصیب کړي. آمین یارب العٰلمین.

۹ - الله(ج) د ټولو مریضانو ته، عاجله شفاء ورپه برخه کړي، او الله(ج) دې، ټول په اسلامي شرایطو برابر قرضداران، له قرضه خلاص کړي. آمین یارب العٰلمین.

۱۰ - الله(ج) دې مونږه ټولو ته د نېکو کارونو د سرته رسولو، او د بدو کارونو د نه کولو، توفیق راپه برخه کړي، او الله(ج) د مونږه ټولو ته د نېکۍ هدایت وکړي. آمین یارب العٰلمین.

۱۱ - الله(ج) د ګران افغانستان له هر ډول اشغال څخه، د تل لپاره خلاص کړي. آمین یارب العٰلمین.

۱۲ - الله(ج) دې مونږه ټول له هر ډول تعصب څخه پاک وساتي، او الله(ج) دې مونږه ټولو ته اسلامي پوهه او عقل په نصیب کړي. آمین یارب العٰلمین.

۱۳ - الله(ج) دې زمونږه ټولو په زړونو کې، د اسلام سره حقیقي مینه پیدا کړي، او الله(ج) د زمونږه ټولې خبرې، لیکنې، او کړنې، په اسلام برابرې لري. آمین یارب العٰلمین.

۱۴ - الله(ج) دې، افغانستان له خاینو، ظالمانو، غلو، بې ناموسه وګړو، د بهرنیو جاسوسانو، د بهرنیو غلامانو، او وطن پلورونکو، څخه په امن کې وساتي. آمین یارب العٰلمین.

۱۵ - الله(ج) دې یو تکړه، پوه، زړور، او عادل مسلمان افغان مشر، چې د افغانستان اسلامي او ملي ګټې ورته اولیت ولري، د افغانانو په نصیب کړي. آمین یارب العٰلمین.

۱۶ - الله(ج) د زمونږه د ژوند هره شېبه، په اسلامي شرایطو برابره لري، او الله(ج) دې، د مونږه، او د مونږه د اولادونو، ملګرو، دوستانو، او خپلوانو ایمان ته، په هر وخت کې خیر پېښ کړي. آمین یارب العٰلمین.

۱۷ - الله(ج) دې مونږه ټول، د اسلام په لاره کې، تر آخرینۍ سلګۍ پورې، په اسلام ثابت قدم پاته کړي. آمین یارب العٰلمین.

۱۸ - الله(ج) د مونږه ټول مسلمانان، د ټولو عذابونو، د قبر له عذابه، او د دوزخ له اوره په امن کې وساتي، او الله(ج) د مونږه ټولو ته جنت الفردوس په نصیب کړي. آمین یارب العٰلمین.

۱۹ - الله(ج) د زمونږه ټولو مسلمانانو، آخره خاتمه، په اسلام برابره لري، او الله(ج) د مونږه، د زمونږه میندې، پلرونه، اولادونه، او خپلوان ټول وبښي. آمین یارب العٰلمین.

۲۰ - الله(ج) د مونږه ټول له حرامو وساتي، او الله(ج) دې، د زمونږه ټولو پرېمانه حلال رزق په نصیب کړي. آمین یارب العٰلمین.

۲۱ - الله(ج) د زمونږه ټولو په دنیا او آخرت کې د پردو، پردې وکړي، او الله(ج) د هېچا ته دا قدرت نه ورکوي، چې پر مونږه ظلم وکړي، او الله(ج) د مونږه ته هم هېڅکله دا قدرت نه راکوي، چې پر بل چا ظلم وکړو. آمین یارب العٰلمین.

۲۲ - الله(ج) د زمونږه له خبرو، لیکنو، او کړنو څخه، څوک نه ګمراه کوي، او همدارنګه، الله(ج) د مونږه هم د چا د خبرو، لیکنو، او کړنو، پذریعه نه ګمراه کوي. آمین یارب العٰلمین.

۲۳ - الله(ج) د زمونږه ټولو شرعي مقصدونه، او ارمانونه تر سره کړي. آمین یارب العٰلمین.

۲۴ - الله(ج) د ټول بشریت، او په خاصه توګه، د نړۍ ټول مسلمانان، د کورونا د وایرس څخه په امن کې وساتي، او الله(ج) دې، د نړۍ په ټولو مسلمانانو ورحمیږي. آمین یارب العٰلمین.

۲۵ - الله(ج) دې، مونږه د نړۍ ټول مسلمانان، د ایمان د زوال، فقر، غم، ټنبلۍ، کبر، ریاء، حسد، بخل، احتیاج، او ځان ښودنې څخه وساتي. آمین یارب العٰلمین.

۲۶ - الله(ج) د زمونږه ټولو مسلمانانو، نېک اعمال پوره راته وساتي، او الله(ج) د مونږه ټول د آخرت له مفلسۍ څخه په امن کې وساتي. آمین یارب العٰلمین.

۲۷ - الله(ج) د مونږه ټول د خپل لاس، خولې، سترګو، او پښو د ګناه څخه وساتي. آمین یارب العٰلمین.

۲۸ - الله(ج) د مونږه، او زمونږه ځوان نسل په صراط المستقیم برابر لري، او الله(ج) د زمونږه ځوانانو هلکانو، او نجونو ته، په ترتیب سره، ښې مسلمانې ښځې، او ښه مسلمان مېړونه، په نصیب کړي. آمین یارب العٰلمین.

۲۹ - الله(ج) د زمونږه د عقیدې، ایمان، عزت، اولادونو، مال، او ناموس ساتندوی شي. آمین یارب العالمین.

۳۰ - الله(ج) دې، د افغانانو، تر منځ هغه څه فیصله کړي، چې هغه الله(ج) ته قبول، او منظور وي. آمین یارب العٰلمین.

۳۱ - الله(ج) دې، لیلة القدر، له نېکو اعمالو، او عبادتونو سره یوځای، زمونږه ټولو مسلمانانو په نصیب کړي. آمین یارب العٰلمین.

۳۲ - الله(ج) دې، راتلونکې روژه یو ځل بیا، له نېکو اعمالو سره، د زمونږه ټولو مسلمانانو په نصیب کړې. آمین یارب العٰلمین.

۳۳ - الله(ج) د مونږه ټول مسلمانان، له ناحقه تهمته، له غیبت کولو، او هر ډول ظلم څخه په امن کې وساتي. همدارنګه، الله(ج) د زمونږه ټولو، اسلامي اخلاق په نصیب کړي. آمین یارب العٰلمین.
والسلام.
زما اړیکه:
abdullahwardak53@gmail.com