د لوړو زده کړو د ښاغلي وزیر صاحب د پام وړ -درېیمه  برخه

ګرانه او قدرمنه وزیر صاحب!
السلام علیکم و رحمت الله و برکاته!
د دویمې برخې په ادامه...
۹ - په اوسني وخت کې د نړۍ د پوهنتونو تکړه استادان، کوښښ کوي، چې زیاتره علمي مقالې، د نړۍ په معتبرو بین المللي مجلو (Journals)، او بین المللي کنفرانسونو کې چاپ کړي. د علمي مقالو چاپېدل، د یوه پوهنتون په شهرت او لوړوالي کې ډېر اغېز لري. یعنې د پوهنتون په شهرت، د شاګردانو په زیاتوالي، د پوهنتون د بودیجې په ښه والي، او د استادانو په علمي ترفیع کې، د پام وړ اغېز لرلای شي.
په علمي او تحقیقاتي ډګر کې، د هر مسلک لپاره علمي مجلې، او کنفرانسونه وجود لري، او علمي مقالې باید مناسبو مجلو، او کنفرانسونو ته واستول شي.

الحمدلله، په افغانستان کې ډېر زیرک او پوه استادان او شاګردان وجود لري، چې په علمي ډګر کې، ډېرې لاسته راوړنې لري. دوی باید ډېره هڅه وکړي، چې خپلې لاسته راوړنې، په مسلکي مجلو، او بین المللي کنفرانسونو کې چاپ کړي. استادان د تشویق او وهڅول شي، چې خپلې علمي څېړنې د نړۍ په مشهورو مجلو او کنفرانسونو کې چاپ کړي، او د هغوی سره باید مالي او معنوي کمک وشي.

ددې کار دپاره لازمه ده، چې هره پوهنځۍ د نشریاتو لپاره یوه خپله مجله ولري، او استادان خپلې لاسته راوړنې په لومړي سر کې په همدغه مجلو کې نشر کړي.
همدارنګه، هر پوهنتون باید د ریسرچ یو مرکز ولري. یعنې هغه پوهنتونونه، چې تحقیقاتي مرکز ونلري، هغه په حقیقت کې پوهنتون نه دی.

۱۰- ښاغلی وزیر صاحب، باید د هر تعلیمي کال په اول او په آخر کې د پوهنتون له استادانو سره مجلس ولري، او د دوی ستونزو او غوښتنو ته په غور سره غوږ ونیول شي. دوی ته روحیه ورکړل شي، او د دوی مورال لوړ کړای شي، او د دوی د ښو کارونو ستاینه وشي.

استادان وهڅول شي چې خپل درسي پلان او درسي مواد د شاګردانو لپاره د پوهنځۍ په پورتال کې واچوي. دغه کار به شاګردان دېته وهڅوي، چې د مضمون د لکچر نه وړاندې، درسي مواد مطالعه کړي، او هغه ټکي چې دوی ته مشکل برېښي، بیا له استاده د لکچر په وخت کې پوښتنه وکړي.

د پام وړ ټکي:
د هغو ملکونو وګړي ډېر بختور وي، چې ښه پوه، عادل، او تقواداره، استادان ولري. شاګردانو ته لازمه ده، چې د ښو استادانو، په قدر پوه شي، او د هغوی احترام وکړي.

دا هم باید ومنو چې هر استاد هم، د قدر وړ نه دی. هغه استاد، د قدر وړ دی، چې خپلو شاګردانو ته یې، ښه په اخلاص خدمت کړی وي.

خدای مکړه، که چېرې یو استاد بې ناموسه، متعصب، بې انصافه، او ناپوه وي، نو دغه استاد، بیا د قدر وړ ندی. ځینو استادانو، د خپلو شاګردانو طلایي وخت، چې هغه به هېڅکله جبران نه شى، ور ضایع کړی وي.

همدارنګه، ځینې استادان، یوازې پدغه فکر کې وي، چې شاګردان څنګه خوشحاله وساتي، او هېڅکله شاګردان، خپل اصلي مسىٔولیت ته نه متوجي کوي، چې دا ډول استادان هم، د ښو استادانو په ډله کې نه راځي.

هېره د نه وي، چې ښه استاد د یوه شاګرد، په ژوند کې مثبت تغیر راوستلای شي، او همدارنګه بد استاد، د شاګرد راتلونکی ژوند له خرابۍ او بربادۍ سره مخامخ کولای شي.

هیله ده، چي دولت هم استادانو ته د تعلیم او ژوند ښه شرایط برابر کړي، او هم خپلو استادانو ته په کافي اندازه معاش ورکړي، تر څو استاد، بل کار ته مجبور نه شي.
همدارنګه، استادان هم، باید قناعت ولري، او شاګردان د خپل دنیوي حرص قرباني نکړي.

د دې له کبله چې لیکنه ډېره اوږده نشي، نور ټکي به ان شاءالله د دې لیکنې په نورو برخو کې وړاندې شي.

په پای کې دعا کوم، چې الله(ج) د په افغانستان او په ټوله نړۍ کې هغه شانته سوله راولي، چې الله(ج) ته قبوله او منظوره وي. آمین یا رب العٰلمین.
والسلام. نور بیا…