روهي خپل همکاره ليکوالان او ژباړن در پېژني؛ عبدالله وردک

عبدالله وردک په ۱۳۳۲ کال کې د میدان او وردګو ولایت، د سیدآباد په ولسوالۍ، او د عرب خېلو په کلي کې په یوه غریبه او دینداره کورنۍ کې پیدا شوی. لومړنۍ او منځنۍ زده کړې يې د سیدآباد په منځنۍ شوونځۍ کې سرته رسولې. ثانوي زده کړې یې د کابل په ثانوی تخنیک کې د برق په ریښته کې کړې دي. د لېسانس دوره يې د کابل پوهنتون د انجینرۍ په پوهنځۍ کې په ۱۳۵۶ کال کې پای ته رسولې ده. لوړې زده کړې (د لېسانس آخرینی کال، ماستری، او دوکتورا) یې په انګلستان کې د الکترانکس په برخه کې سرته رسولې دي. د کابل د انجینرۍ په پوهنځۍ کې د ۱۳۵۶ څخه تر ۱۳۶۲ پورې (۶ کاله) د معلم په حیث پاته شوی. 
 
د ۶ میاشتو لپاره امریکې ته د درس  دپاره په ۱۹۷۵ مېلادي کال کې د فولبرایت په پروګرام کې تللی دی. د انګلستان په یوه پوهنتون کې يې د انجینرۍ په پوهنځۍ کې ۲۷ کاله معلمي کړې ده. نیږدې دوه کاله مخکې تقاعد شوی دی. د شکر، کلسترول، او فشار د تکلیف لرلو باوجود له انګلستان څخه ان شاءالله د قدرمنو استادانو او محصلینو دپاره فی سبیل الله خدمت کوي، او ډېره علاقه لري چې خپله د معلمۍ تجربه او تعلیمي مواد، له قدرمنو محصلینو او استادانو سره فی سبیل الله شریک کړي.