د خپلواکۍ د ستر غازي امير امان الله خان د وفات ۶۱مه کلېزه 

روهي (دوه نۍ/۵ د غوايي)، له انګلستانه د افغانستان د خپلواکۍ ګټونکی او د افغانستان پخوانی پاچا اعليحضرت غازي امير امان الله خان له نن ۶۱ کاله وړاندې سويس کې د ۶۷ کالونو په عمر ومړ. 

امير غازي امان الله خان په ۱۸۹۲ز کال کې د کابل په  پغمان کې زږېدلی وو. ده له انګليسانو افغانستان ازاد کړ او تر ۱۹۲۹ کال پوري دی د افغانستان ټولواک وو. غازي امان الله د افغانستان د رغونې، پرمختګ او سيال کېدو لپاره ژور کارونه کړي دي او ځيني چارې يې د يو شمېر مذهبي کسانو د غبرګونونو له امله له خنډ سره مخ شوې. 

ولسمشرۍ ماڼۍ هم د امير امان الله خان د وفات د ۶۱ تلين په پيغام خپور کړی، "د منور پاچا اعلیحضرت امان الله خان د وفات ۶۱کاله پوره شو. د افغانستان د خپلواکي دغه ملي اتل له هیواده لیرې په غربت او مهاجرت کې وفات شو.

اعلیحضرت غازي امان الله خان د خپلواکۍ د ګټونکي او په ګران هیواد کې د پرمختګ او ټولنیز عدالت د ارزښتناکو خدمتونو له امله په معاصر تاریخ کې ستر مقام لري. 

 افغانستان د ده په دوره کې په لومړي ځل د اساسي قانون څښتن شو، غلامي ختمه اعلان شوه، ښځو د زده کړې انساني حق ترلاسه کړ، معاصر مالي سیستم پیل شو، په ولایتونو کې اخبارونه چاپ شول،  د بېلابېلو قوانینو تدوین د خپلسریو امکان کم کړ او ګڼ نور بنیادي کارونه پیل شول.

د افغانستان دغه منور پاچا چې د خپلواکۍ واقعي او جامع مفهوم درک کړی و، د هیواد د استقلال ساتلو لپاره اقتصادي ودې او ټولنیز عدالت ته پام وکړ.  د برابري انساني اصل ته زموږ په معاصر تاریخ کې په اول ځل په اماني دوره کې پام وشو. 

د ملي یووالي تامین او د هیواد اقتصادي وده هغه وخت ممکن ده چې ټول د هیواد په برخلیک کې ځانونه شریک وګڼي او د زده کړې، کار، ټولنیز ژوند او اساسي حقونو برابر فرصتونه ولري. 

موږ ته پکار دی چې د خپل تاریخ او ماضي له روښانه، ویاړمنو او ترخو شیبو او تجربو زده کړه وکړو، په تېر کې ایسار پاتې نه شو او د نېکمرغه سبا لپاره ورڅخه ګټه واخلو. 

په هیواد کې د نظام د ړنګېدو له امله اعلیحضرت غازي امان الله خان په پردیسۍ او جلا وطنۍکې وفات شو، ملي بنسټونه ویجاړ  او هر څه له صفره پیل شول. موږ په تیرو سلو کلونو کې څو ځله خپلې بریاوې په صفر بدلې کړي او په دې ډول د تمدن او پرمختګ له کاروانه پاتې شوي یوو. 

د انقطاع او سقوط دغه ترخه او ویجاړونکې تجربه نوره نه یوازې نه تکراروو، بلکې د غازي امان الله خان نیمګړی څپرکی بشپړوو، جمهوریت لا پیاوړی کوو او خپلو راتلونکو نسلونو ته به ازاد،اباد او باثباته افغانستان په میراث پرېږدو.
  د اعلیحضرت غازي امان الله خان روح دې ښاد وي."