که څوګ  H. pylori بکتريا ولري؛ د ناروغ اخير پايله څه کيږي؟ 

H. pylori د مضرو بکترياوو له ډلې ده چې بشپړ نوم يې Helicobacter pylori دی. دغه بکتريا چې کله هاضمي سېسټم ته دننه شي نو د ژوند کولو ځای يې د انسان معده ده او ځيني وخت د کوچنيو کولمو په لومړۍ برخه کې هم ځای پر ځای کيږي. دغه مضره بکتريا د هاضمي سېستم ګډوډۍ رامنځ ته کوي، خو تر ټولو مشهوره ناروغۍ چې د H. pylori له امله رامنځ ته کيږي، هغه د معدې زخم يا ulcer دی. په تېر کې ډاکټران په دې باور چې د معدې زخم ناروغي له اندېښنو، تريخو خواړو او سګرټ څکولو پيدا کيږي، خو چې کله په ۱۹۸۲ ز کال کې ساينس پوهانو د انسان په معده کې H. pylori  پيدا کړې نو څرګنده شوه چې د معدې د زخم لامل همدا بکتريا ده. 

په معده کې د اضافي بادونو پيدا کېدل، د اضافي بادونو له امله د معدې او کولمو غير نارمل غږونه، بې له کوم څرګند لامل د وزن کمېدل، د لوږې احساس د لاسه ورکول، د زړه بدوالی، فاضله مواد کې وينې، داسې کانګې چې وينه ولري او يا يې هم رنګ د قهوې په څېر وي، د معدې سخت او تېز درد، د نس درد او ځيني وخت پړسوب د H. pylori نښې دي. دا ټولې نښې ځکه را څرګنديږي، چې H. pylori د معدې او يا هم د کوچينو کولمو دننه ټپونه يا زخمونه جوړ کړي، چې د درد او وينې بهېدو لامل کيږي. 

د ځينو خوراکونو څخه ډډه کولو او هغه درمل چې ډاکټران يې درته توصيه کوي په منظم ډول خوړل، کولی شي هغه کس چې په H. pylori ککړ وي له دې ناروغۍ يې خلاص کړي، خو که چېرې څوګ دغه ناروغي بې اغېز وبولي او په اړه يې بې پروا پاتې شي، نو وروستۍ پايله يې ګواښونکې او مرګونې ده. هر کله چې د H. pylori په وسيله معده او کولمو کې جوړ شوي ulcers يا زخمونه د اوږد وخت لپاره پاتې شي او جوړېدل يې وخت ونېسي، نو همدا زخمونه د سرطان حجرې د منځ ته راتګ لپاره لار پرانېزي چې په پايله کې انسان د معدې او يا هم د کوجينيو کولمو په سرطان اخته کيږي او اخير پايله يې هم مرګ دی.