پښتنې ټولنې د خپل ژوندي تاریخ په لړ کې ګڼ شمېر دودنه او ځانګړنې منځ ته راوړې دي؛ دا ټولنه له نورو بېلوي، کوم چې له ځان سره د سرښندنې او ځوانۍ راز له ځان سره لري، ویاړ ورته وبښي، په زړونو د خوښۍ ډکي راټوکوي، د کورنیو یووالی منځ ته راوړي او د ښو اړیکو د جوړولو لامل کیږي.
خو ډېر څه به پورته ځانګړنې له ځان سره ولري، خو زموږ خبره پر ډالیو راټوله ده؛ چې د بڼې او وخت له اړخه په مختلفو بڼو او وختونو کې دا د ورکړې دود په کې له لرغونې زمانې را پاتې دی چې اوس یې هم یو شمېر پالل کیږي لکه د کوژدې د مبارکۍ پر وخت ،د واده د مراسمو ، د ماشوم د زېږېدو ،د مسافر د راتلو، د حاجي د راتلو ، نویو خېښانو راتګ، د اخترونو او نور هغه ډالی دي چې مقابل لوری پرې نازول کیږي.
په پښتني ټولنه کې به له بلنې او مېلمه پالنې وروسته به ډالیو ورکړه هغه څه وي چې ډېره پاملرنه ورته کیږي، د پښتنو د دود له مخې یو چا دېرې ، حجرې او ملېمستون ته د خوښۍ په مناسبت ورتلل د ډالیو څخه خالي نه وي چې معمولا جامې وي ورکول کیږي او پدې بڼه دوی غواړي چې د مېلمه زړه خوښ وساتي.
مشر ته درناوی هغه دود دی؛ چې د پښتني ټولنې په پیداښت سره پالل شوی دی،د کلتور نه بېلېدونکې برخه ګرځېدلې ده،هغه هم داسې چې مشران چېرته شتون ولري ، څوک یې پروړاندې خبرې نه کوي ، که کومه تېره زیاته راشي نو د ملامتیا ګوته به د کشر پر لور لورۍ خپل کړي ، د پرېکړو او سپارښتنو منل یې یو اصل دی او که چا د مشر درنښت پرځای نه کړ نو خلک ترې بېزاره کیږي او په ټولنه کې شته اعتبار له لاسه ورکوي.
مشرتوب په پښتني ټولنه کې د عمر زیاتوالي په مانا نه دی،باید د همدې عمر سره برابر د مسولیتونو دروند پېټی هم په خپلو اوږو تر خپله ځایه ورسوي، ځګه چې دا ټولنه د خپل ټولنیز سیستم له مخې همدې مشرانو ته اړتیا لري چې د کورنۍ ،کلي ، قوم او هېواد پرېکړې وکړي چې د بېلګې په ډول یې د احمدشاه بابا ټاکنه د همداسې مشرانو نوښت بللی شو یا د غازي محمد جانخان سره د سويلي افغانستان د مشرانو ملاتړ پرېکړه چې پر برکت یې زموږ هېواد ته د خپلواکۍ روح وباښه.
چې خبره مو تر ډالیو پورې تړلې پاتې شي ، د قومي مشرانو ډالۍ بیا تر نورو بېله ده ؛هغه چې کومه پرېکړه وکړي یا ټولنیزې ستونزې له منځه یوسي ، ښکېل اړخونه روغبړته کېنوي، نو دوی ته که څه هم جامې ورکول کیږي خو د دوی جامې بیا بېلې وي چې معمولا پګړۍ او چپنه وي، سره له دې چې د کلي د مشر یا د ملک د ټاکلو دود چې د کلي خلک ټاکل شوي ملک ته د پګړۍ ورتړي او وروسته د مسولیت مبارکي ورکوي.
همداشان په پښتني ټولنه کې د کورنۍ جوړښت نسبت نورو ټولنو ته بېل دی؛هغه داچې د یوه پلار زامن تر هغه په یوه کډ کور کې اوسیږي ؛ ترهغې چې مور اوپلار ژوندي وي یا د پلار ټول زامن واده وکړي، تردې وروسته دوی کورنۍ په کوچنیو کورنیو سره وېشي،ځګه له دې مخکې د کور بېلونکي ته په ښه سترګه نه کتل کیږي ،ا د کورنۍ د غړو شمېر یې نږدې تر سلو رسیږي ؛ان تر دې چې چې زیاتره وختونه لمسیانو یا د دریم نسل د اولادنو خواږه هم په دې کور کې وڅکل شي، پدې وخت کې مشر ورور د پلار عمر ته رسېدلی وي ،پلار په ابدي سفر تللی وي یا هم د عمر زیاتوالي له مخې دا چارې سرته رسولی نشي نو دوی دا اصطلاح چې مشر ورور د پلار پر ځای وي سمه ده ځګه چې نوموړی اوس د څو ګونو کورنیو مشر وي ، د دوی له انده مشر ورور هراړخیزه دنده چې کورنۍ یې تر دې اندازې رسولې ده د درناوي وړ بولي او د بېلتون پر وخت مشرانه ورکوي.
مشرانه په پښتني قبایلو کې دې هغه ډالۍ نوم دی؛ چې مشر ورور ته د کورنو په بېلتون کې یوه اندازه زیاته برخه ځمکه ، د کور توکي او یا نورڅه ورکول کیږي، په دې ډول خپل مشر نازوي او نوموړي ته مشرتابه خوښي ور په برخه کوي ، مشرانه که څه هم مشر ورور ته لږ څه اضافي شتمني ورکولو په مانا تعبیریږي خو په حقیقت کې د مشرتوب خیال ساتل او درنښت هغه څه دي چې د ټولنو په ټولو چارو کې یې څرک لګولی شو او دا دود اوس تر پخوا لږ پیکه شوی دی چې لامل به یې هم ترډېره وخته د کورنیو یوځای اوسېدل نه وي .
وروستي