د اور څخه څنګه ځان وساتو؟

پدې ورستیو کې موږډېر ځله د اورلګېدنې خبرونه اورو او ګورو چې د انساني زیانمنې برسېره  په لویه اندازه اقتصادي زیان هم اړوي نو موږ هم په همدې موخه لیکنه چې د تاسو سره د دې ډول پېښو په مخنیوي کې مرسته وکړي چمتوکړې ده.  
 

  • کور ته نږدې باید هغه څه چې د اور د لګېدو لامل کیږي ؛له ساحې څخه لېرې شي.
  • هغه څه چې د اور لګېدو لامل کیږي؛ باید د ماشومانو د لاس رسي څخه لېرې وي.
  • د اور ضد وسایل او جامې چمتو کول.
  • د کور ټول توکي په ځانګړي ډول هغه توکي چې د اور د لګېدو لامل کیږي د امکان په صورت کې یوله بله لېرې اېښودل.
  • د خوړو ، ډوډۍ او نورو لپاره بل کړی اور تل  تر خپل څار لاندې ولرئ.
  • د اور پاتې شوني یا ایرې تر خپل لاندې څار لاندې ولرئ او داسې ځای یې ټولې کړئ چې هلته د اور لګېدو لامل نشي.
  • د بیدو کېدو څخه د مخه ټول هغه وسایل چې د اور د لګېدو لامل کیږي؛ خاموش شي.
  • همدا شان د خوب څخه د مخه د پخلنځي څخه څارنه ترڅو ټول هغه وسایل چې د پخلي لپاره کاریږي د وسایلو د خاموشتیا  ډاډ تر لاسه شي.
  • ټول هغه وسایل چې د تودوالي ، پخلي او رڼا لپاره کاریږي؛ مخکې له ګټې اخستنې باید په سم ډول چک شي او وخت نا وخت پاک کړل شي.
  • ټول هغه څه چې اور اخیستونکي وي باید لږ تر لږه دری فوټه د اور له نغري څخه لېرې وي.
  • د کورونو په جوړولو کې هغه معیارات چې د پېښو په مخینوي په ځانګړي ډول د اور د مخنیوي او یا په کمښت کې موثر پرېوزي په نظر کې نیول.
  • د برېښنایي وسایلو څارنه او ترمیمم په ځانګړي ډول هغه لینونه چې کمزوري وي او د خرابتیا په صورت کې ترې پراخه اور لګېدنه را ولاړیږي.
  • د اور د لګېدو په صورت کې هغه توکي چې د تاسو د خوندیتوب سره مرسته کوي د ځان سره ولرئ.
                  • کله چې د خونې د ننه په اور یا دود کې بند پاتې شوی که چېرته په ولاړه د وتو امکان نه وي نو په ناسته له اطاق څخه ووځئ ځګه په ښکتنیو برخو کې د دود اندازه کمه وي.
  • د اور د هر کارېدونکي توکي څخه د خپل کارښود له مخې ګټه واخلئ او د خوندیتوب هغه کړنې چې ورته اړتیا وي په پام کې ولرئ .