د روژې مبارکې میاشتې فضیلتونه!

د اسلام په مبین دي کې دغه مبارکه میاشت ځانګړی فضیلت او شان لري. د دې میاشتي روژې پر هر مسلمان فرض او روژه یې د اسلام له پنځو ارکانو څخه دریم رکن بلل کیږي.د روژی مبارکه میاشت په حقیقت کې د عبادت، فضیلت، رحمت ، خواخوږئ ، امداد  او د پاک خدای(ج) د پیرزوینی  میاشت ده. ددی تر څنگ روژه ځیني نوري ځانگړتیاوي هم له ځانه سره لری، یعني د ورځي په اوږدو کې پر خوراک، څښاک او جماع سربیره باید نامحرمو ته ونه گورو، حرام څیز ته لاس ورنه وړو، د ناوړه کارونو په لور قدم اوچت نه کړو، ناروا خبروته غوږ ونه نیسو، دروغ ونه وایو او د نورو له غیبت څخه هم باید پرهیز وکړو. ترهغو چی پاک الله(ج) مو د ریښتینو روژه لرونکو په قطار کې حساب او زمونږ ټولي دعاگاني په خپل دربار کې مستجاب دعوه کړي.

د روژی مبارکه میاشت د عبادت، فضیلت، رحمت او د پاک خدای(ج) د پیرزوینې میاشت ده چی رب العالمین د خپل حکمت او علم قدیم پر اساس هغه د(۱۲) قمري میاشتو په لړ کې ځانگړي کړي او امتیاز یي ورکړی دی.
د دې مبارکې میاشتي د فضیلتونو په اړه بې شمیره روایات راغلي دي،مونږ یي دلته په مختصر ډول ځیني ذکر کوو:

لومړی: روژه مسلمان د دوزخ له اور څخه ژغوري لکه چې د حضرت جابر (رض) څخه روایت دی چې پیغمبر (ص) فرمایلي دي: ژباړه ( روژه د اور د مخنیوي پرده ده چې بنده پرې د دوزخ له اور څخه ژغورل کیږي)

په یوه بل حدیث شریف کې د حضرت ابي سعید الخدري (رض) څخه روایت دی چې پیغمبر (ص) فرمایلي دي: ژباړه ( چا چې د خدای په لاره کې یوه ورځ روژه ونیوله نو خدای (ج) به یې مخ اویا کلونه له اور څخه لرې کړي)

اوس یې نو شمیرئ چې د یوې نفلي روژې د نیولو له کبله انسان ته دومره ستر فضیلت او ثواب په لاس ورځي نو څه فکر کوی چې د رمضان د مبارکې میاشتې د بشپړې روژې په نیولو سره به څومره ثوابونه مسلمان ته حاصلیږي؟ پرته له شک څخه چې دا یو عظیم فضیلت دی.

دویم: روژه له شهواتو څخه مخنیوی کوي:
د ابن مسعود (رض) څخه روایت دی چې پیغمبر (ص) فرمایلي دي: ژباړه ( ای د ځوانانو ټولګیه که له تاسو څخه څوک د جماع توان لري نو واده وکړی ځکه چې واده د سترګو د ځیر ساتونکی او (له نارواوو څخه) د فرج د ساتلو یوازینۍ لاره ده، او که چیرې د واده کولو توان نه لری نو روژه ونیسی ځکه چې روژه مو د شهواتو (له ځوښ) څخه ژغوري) 

د دې حدیث شریف څخه څرګندیږي چې پیغمبر (ص) هغو ځوانانو ته د روژې د نیولو امر کوي چې د واده توان نه لري څو په دې وسیله د خپل شهوت د ځوښ مخه و نیسي چې خدای مه کړه ناروا اعمالو ته مخه نه کړي.

موږ وینو چې په اسلامي ټولنه کې زیاتره ځوانان له همدې ستونزې سره مخ دي چې د واده کولو توان نه لري او په دې هم اعتراف کوو چې په بازارونو، تلویزیوني خپرونو، مجلو، ځینې انټرنیټي سایټونو او داسې نورو محلاتو کې هره ورځ په لسګونو داسې منظرو سره مخ کیږي چې د ځوانانو د شهوت د خوځښت باعث ګرزي چې د حل یوازینی لاره یې د اسلام د ستر پیغمبر (ص) د امر سره سم روژه نیول دي.

دریم: روژه د جنت د حصول لاره ده:
د ابي امامه (رض) څخه روایت دی چې له پیغمبر (ص) څخه چا پوښتنه وکړه چې ما ته داسې لاره را په ګوته کړه چې د خدای رضا پرې حاصله او زیاته اخروي ګټه ترلاسه کړم نو پیغمبر (ص) ورته و فرمایل: ژباړه ( ستا لپاره د روژې د نیولو توصیه کوم ځکه چې هغه هیڅ مثال او سیال نه لري) . د دې حدیث شریف له مضمون څخه څرګندیږي چې خدای (ج) ته د نږدیوالي او له اخروي عذاب څخه د لرې والي په لاره کې له روژې سره هیڅ راز عمل د پرتلې وړ نه دی.

همدارنګه پیغمبر (ص) زیری ورکړی دی چې په جنت کې د ریان په نامه د روژتیانو له پاره ځانګړې دروازه ده چې یوازې همدوی به له دې لارې څخه جنت ته داخلیږي لکه چې فرمايي: ژباړه ( په جنت کې یوه دروازه ده چې ریان نومیږي، یوازې روژتیان به د قیامت په ورځ له دې لارې جنت ته ننوزي، غیر له روژتیانو بل هیڅوک له دې لارې څخه جنت ته د تللو اجازه نه لري)

څلورم: روژه د خپل خاوند لپاره شفاعت کوي:
د عبدالله عمرو بن العاص (رض) څخه روایت دی چې پیغمبر (ص) فرمایلي دي: ژباړه ( روژه او قرآن د خپل خاوند لپاره د قیامت په ورځ شفاعت کوي، روژه وایي: ای پروردګاره زما خاوند د ورځې له خوا په خپل ځان باندې خواړه او شهوات منع کړي وو، نو ما د هغه لپاره د شفاعت وسیله وګرزوې. قرآن شریف وايي: زما تلاوت کوونکي زما د تلاوت له کبله پر خپل ځان باندې خوب منع کړی وو نو ما د هغه لپاره د شفاعت وسیله وګرزوه. نو وبه ویل شي چې تاسو ورته د شفاعت وسیله شوئ)

د دې حدیث شریف څخه ثابتیږي چې روژه د قیامت په ورځ په یو حسي څیز باندې بدلیږي، په خبرو راځي او د خپل خاوند لپاره به د پروردګار په حضور کې د شفاعت منګولې اوږدوي البته که هغه نفلي روژه وي او یا فرضي.
 
پنځم: روژه د ګناهونو کفاره او د مغفرت وسیله ده:
نیکۍ یا حسنات د بدیو له منځه وړونکې دي او روژه د هغو معبترو حسناتو له جملې څخه ده چې لوی خدای د ځان ګڼلې او د هغه نیک اجر هم په خپله روژتي بنده ته ورکوي. یو آیت شریف دی چې الله (ج) فرمایلي دي: ژباړه (په تحقیق سره نیکۍ ګناهونه له منځه وړي). سوره هود ۱۱۴ آیت

دا چې روژه نیول د خپل خاوند ګناهونه او بدۍ له منځه وړي په دې هکله زیات احادیث موجودیت لري چې موږ یوازې د یوه حدیث په متن اکتفا کوو. ابو هریره (رض) روایت کړی دی چې پیغمبر (ص) فرمایلي دي: ژباړه ( چا چې د رمضان میاشت د خپل ایمان او احتساب له مخې پوره و نیوله نو د هغه مخکیني ګناهونه ټول ورته بخښل کیږي)

همدارنګه ابوهریره (رض) روایت کړی دی چې رسول الله (ص) فرمایلي دي: ( پنځه لمونځونه، یوه جمعه تر بلې جمعې پورې، یو رمضان تر بل رمضان پورې د خپل خاوند د (صغیره) ګناهونو کفاره یا له منځه وړونکي ګرځي چې له کبایرو ګناهونو څخه یې ځان ساتلی وي) 

په دې توګه ویلای شو چې یو رمضان تر بل رمضان پورې د خپل روژه نیوونکي د صغیره ګناهونو کفاره یا له منځه وړونکی ګرزي البته چې د کبیره ګناهونو له ارتکاب څخه یې ځان ژغورلی وي ځکه چې کبیره ګناهونه له توبې پرته نه بخښل کیږي او په دې هکله اسلامي پوهان د نظر یو والی لري.

شپږم: روژه د دنیا او آخرت د سعادت سبب دی:
له ابوهریره (رض) څخه روایت چې پیغمبر (ص) فرمایلي دي: ژباړه ( د روژتي لپاره دوې خوښۍ دي، یوه خوښي د روژماتي پرمهال او بله خوښي له خپل پروردګار سره د ملاقات پر وخت کې ورته حاصلیږي) رواه البخاري

هغه خوشحالي چې روژتي ته د روژه ماتي پر مهال حاصلیږي مسلمان یې په دنیا کې د خپل ښه عمل، اطاعت او بندګۍ په مقابل کې حاصلوي چې د روژې په وسیله یې د خپل پروردګار په وړاندې سر ته رسولي دي او یو حقیقي سعادت ګڼل کیږي.

تر اوږدو ساعتونو وروسته د ماښام د آذان سره سم د خوراک او چښاک روا والی او د روژې د نیولو په اړه د لوی خدای توفیق هغه بشپړه خوښي له ځان سره لري چې یو مسلمان یې د روژه ماتي پر مهال حاصلوي چې رښتیا هم یوه ریښتنې خوښي ګڼل کیږي.

اووم: د خدای په نزد د روژتي د خولې بوی له مښکو غوره دی:
د علماوو په نزد دا هغه بوی دی چې د روژتي انسان له معدې څخه سرچینه اخلي او له خولې څخه راوزي چې د نورو انسانانو په وړاندې یو مکروه بوی ګڼل کیږي خو دغه بوی خدای (ج) ته دومره محبوب دی چې هغه یې له مشکو څخه هم غوره ګڼلی دی لکه په یوه حدیث شریف کې چې راغلی دي پیغمبر ( ص) فرمايي: ( په هغه ذات قسم دی چې د محمد نفس د هغه په لاس کې دی، د روژتي د خولې بوی د خدای په وړاندې له مشکو څخه غوره دی) رواه البخاري

په روژه سره اخلاقي او روحاني قوتونه پيدا کيږي، زړه او دماغ پرې روښانه کيږي، لوږه او تنده د ګناهونو کفاره کيږي او انسان د ضبط نفس له امله مکمل انسان جوړيږي، د روژه له امله په مزاج کې عجز او خاکساري راځي، د لوږې او تندې د مصيبت او تکليف په وخت کې کله چې د همدغه تکليف اندازه ورته وشي نو له نورو انسانانو سره يې د تکليف او مصيبت په وخت د مرستې جذبه پيدا کيږي.

روژه دار هر وخت د الله تعالى جل جلاله په عبادت کې شمارل کيږي، ځکه کوم وخت چې روژه دار ته لوږه او تنده ورسيږي او د هغه نفس د خوراک او څښاک غوښتنه کوي نو د هغه زړه تر ماښامه پورې برابر داسې وايي نه دا وخت د خوراک او څښاک کولو اجازه الله تعالى نکوي، د هغه زړه له همت او استقلال سره د الله تعالى جل جلاله لوري ته متوجه اوسي او د الله تعالى جل جلاله لوري ته د زړه متوجه کول د ټولو عبادتونو روح دى، لنډه دا چې روژه د يوې لويې درجې عبادت دی،خدای ج دي یي ټولو مسلمانانو ته په صحیح معني د نیولو توفیق ورکړي.