ولسمشر د مصالحې عالي شورا ته يو طرحه سپاري چې دېرې برخې لري 

روهي (يوه نۍ/۱۵ د وري)، د سرچينو د مالوماتو پر بنسټ ولسمشر محمد اشرف غني کابل کې د امريکا او ناټو غړي هېوادونو سفيرانو او يو شمېر نورو کړيو سره په مشورې د سولې په اړه يوه طرحه چمتو کړې ده. 

ولسمشرۍ ماڼۍ کې سرچينو رسنيو ته ويلي دي چې د ولسمشر طرحه دېر برخې لري چې په نېږدې وخت کې به يې د عبدالله عبدالله په مشرۍ د مصالحې عالي شورا ته وسپاري. 

د سولې رامنځ ته کول يانې طالبانو سره د سولې خبرو پيل، د سولې جوړول يانې د يو لنډمهاله حکومت رامنځ ته کول او د سولې ساتل يانې له سولې وروسته حکومت او نظام؛ د ولسمشر غني د طرحې درې مهمې برخې دي. 

له بلې خوا د سولې طرحو په اړه د مصالحې عالي شورا ناسته د محمد يونس قانوني په مشرۍ تر سره شوه او ويل شوي چې تر اوسه د سياسي ګوندونو له خوا دېرش طرحې دغه شورا ته سپارل شوې دي.