هېواد کې د کرونا بله څپه؛ ۲۴ ګړيو کې ۱۱ کسان مړه او ۴۱ نوي پر ککړ شوي 

روهي (يوه نۍ/۱۵ د وري)، د هېواد عامې روغتيا وزارت وايي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۱ کسان چې پر کرونا ويروس ککړ وو، مړه شوي دي. دغه وزارت دا هم ويلي دي چې تازه ۴۱ کسان په دې ويروس ککړ شوي دي. 

د مړينې او ککړېدو تازه پېښې د پلازمينې کابل په شمول، ننکرهار، کندهار، هرات او کاپيسا ولايتونو کې شوي دي. د روغتياپالانو په وينا تېرې يوې شپې او ورځ کې ۶۳ کسان له دغه ناروغۍ رغېدلي دي. 

ځيني شنونکي وايي چې افغانستان کې د کرونا ويروس درېيمه څپه راتلونکې ده. د نړۍ د نورو هېوادونو په پرتله افغانستان د کرونا ويروس په لومړۍ او دويمې څپې کې کم تلفات درلودل.