له دې وروسته؛ خلکو ته د دولت خدمتونه به انټرنېټي شي 

روهي (يوه نۍ/۱۵ د وري)، افغان پُست شرکت وايي چې له دې وروسته به خلکو ته د دولت چوپړتياوې په ان لاين بڼه وي. د دغه شرکت رئيس وحید ویس رسنيو ته ويلي دي چې د انټرنېټ پر مټ به حکومتي چارې تر سره کيږي. 

نوموړي دغه څرګندونې نن ورځ د افغان پُسټ له لوري د انټرنټي خدمتونو د پرانېستې په مراسمو کې کړې دي او ويلي دي چې د هېواد بهرنيو چارو وزارت سره په دې برخه کې هوکړه لاسليک او نورو وزارتونو سره به هم هوکړې وشي. 

د وحید ویس په وينا چې اوس وخت کې خلک کولی شي چې د افغان پُسټ شرکت وېب پاڼې ته دننه شي؛ خپله پېژندپاڼه، تحصیلي سندونه او نورې وثيقې چې بهرنيو چارو وزارت پوري يې چارې بند وي، په ان لاين او انټرنېټي بڼه تر سره کړي. 

د افغان پُسټ شرکت مسوولين وايي چې هر کله دوی په وېب پاڼه کې د سندونو بهير بشپړ کړ، بيا پر هغه وخت چې سېسټم يې ورته په ګوته کوي، دوی کولی شي چې د خپلې استوګن ځاي سره نېږدې د افغان پُسټ له پُست ـ خونو خپل سندونه تر لاسه کړي.