د نړۍ سل معتبر پوهنتونونه: ستنفورډ پوهنتون (Stanford University)؛ ۲-برخه

ستنفورډ پوهنتون چې په انګلېسي يې نوم Stanford University لېکل کيږي او رسمي نوم يې Leland Stanford Junior University دی. دغه پوهنتون د امريکا متحدو ايالتو، کالېفورنيا ايالت په ستنفورډ نومي ښار کې شتون لري. د دغه خصوصي پوهنتون بنسټ په ۱۸۸۵ز کال کې د لېلانډ او جېن ستنفورډ له خوا کېښودل شوی.  د لېلانډ او جېن ستنفورډ يو نارينه زوی وو، چې  ستنفورډ نومېده او هغه په ۱۵ کلنۍ کې د تايرايد ناروغۍ له امله ومړ چې پلار او مور يې د هغې د نوم د ژوندي ساتلو لپاره د ستنفورډ په نوم پوهنتون جوړ او تر نن ورځې په همدې نوم ياديږي. 
 


ستنفورډ پوهنتون نړۍ کې د څېړنو په برخه کې يو ستر خصوصي پوهنتون دی. د دغه پوهنتون ټول ارزښت ۲۷ مېلېارده امريکايي ډالر حساب شوی دی او همدا ډول يې کلنۍ بودجه څه د پاسه ۷ مېلېارده امريکايي ډالر ده. ستنفورډ پوهنتون پر ۳۱ کيلو متره مربع ځمکه جوړ شوی دی چې پراخه سيمه شمېرل کيږي.  له دوه زره ډېر استادان او علمي کدرونه لري او همدا ډول اداري چارې يې د ۱۲ نيم زره کسانو له خوا وړاندې وړل کيږي. دغه پوهنتون کې ۱۸زره محصلين د ليسناس، ماسټري، دوکتورا او نورو علمي برخو او څېړنو کې په زده کړو بوخت دي. دغه پوهنتون له ناچاره خلکو سره د زده کړو په برخه کې مالي تخفيف ورکوي. 
 
د پوهنتون سيمه

ستنفورډ پوهنتون د څېړونو او researches  په برخه کې مخکښ دی. نېږدې يو مېلېارد او ۱۵۷ مېلېونه امريکايي ډالر په بېلا بېلو برخو کې په ساينسي او نورو علمي څېړنو لګوي. د موزيم، څېړنيز پارک او د څېړونو انسټېټيوټ ترڅنګ دغه پوهنتون، ډېری د پلټنې ادارې لري، چې په بېلا بېلو برخو کې هر کال ژورې څېړنې کوي او د لاس ته راوړنو لرونکې وي. 
 


دغه امريکايی خصوصي پوهنتون پراخه او ستر کتابتون لري. د ستنفورډ پوهنتون په کتابتون کې د کتابونو شمېر لس مېلېونه ټوکو ته رسيږي، چې تر منځ يې درې سوه زره ځانګړي او هغه کتابونه دي، چې په نورو پوهنتونونو کې کم پيدا کيږي. د ستنفورډ پوهنتون  په برښنايي کتابتون کې يو نېم مېلېون ټوکه کتابونه په ان لاين ډول پيدا کيږي چې ځيني يې وړيا او ځيني يې بيا د پيسو په مقابل کې دي. 
 


د امريکا متحدو ايالتو د پوهنتونونو ترمنځ ستنفورډ پوهنتون ډېری وخت په لومړۍ درجه کې راځي. دغه پوهنتون څو ځلې د نړۍ تر ټولو غوره او معتبر پوهنتونونو څخه شمېرل شوی. د نړۍ د نورو پوهنتونونو سره په پرتله ستنفورډ پوهنتون له لومړۍ بيا تر پنځمې درجې پوري شمېرو کې راځي.