ولسمشر غني هم پوهنتون ته (دانشګاه) وايي

د پوهنتون او دانشګاه دوه کلمې له تېرو لسو کالونو په افغانستان کې جنجالي بحث ګرځېدلی، چې ځيني وخت يې په اړه بحثونه په تاوتريخوالي او فزيکي شخړو هم اوښتي. 
که څه هم دغه دواړه کلمې د پوهې ځای مانا ورکوي، خو په افغانستان کې يې قومي او ژبني تعصبونه راپورته کړل. افغانستان کې لومړی پوهنتون د کابل پوهنتون وو چې په ۱۳۱۱ل کال يې جوړ شو. له هغه وخت راهيسې دغه ډول علمي ځايونو ته د پوهنتون کلمه کارول شوي او د ملي ټرمينالوژۍ په ډول منل شوې ده. 

افغانستان کې د نوي حکومت په راتګ سره د نورو ناخوالو ترڅنګ، د ايران کلتور يرغل هم د افغانانو ترمنځ د نفاق سبب او پر هرې سترې او کوچنۍ مسالې د شخړو، جنجالونو او اختلافونو سبب شو. يو شمېر هغه افغانان چې ايران ته ژمن دي، د پښتو او دري ژبو ترمنځ يې درزونه راپيدا او ډېری ايراني اصطلاحات يې افغانستان ته راوړل. 

دا سمه ده چې په ايران او تاجکستان کې د پوهنتون لپاره د دانشګاه کلمه کارول کيږي، خو افغانستان کې له لسيزو دغه کلمه په پښتو او دري ژبو کې منل شوې او له دې وراېخوا ډېری نور اصطلاحات لکه پوځي، علمي او طبي رتبې او همدا ډول نور کلمې چې په پښتو ژبه دي، د ملي ټرمينالوژۍ برخه شمېرل شوې ده. 

له ولسي جرګې نېولي بيا تر رسمي ناستو په دې جنجالي بحثونه شوي دي، چې د پوهنتون لپاره بايد د پوهنتون کلمه هم په پښتو او هم په دري کې وکارول شي، خو ځيني ايران پلوو بيا نه يوازې د پوهنتون کلمه دانشګاه ته اړولي، بلکې لسګونه نور پښتو کلمې يې هم د ايرانۍ فارسۍ اړوند له پښتو اړولې دي. 

تېره ورځ چې ولسمشر غني د تاجکستان په ملي پوهنتون کې وينا کوله او ورته افتخاري دوکتورا هم ورکړه شوه، څو ځلې  خپلو خبرو پر مهال د دانشګاه، دانشګاه کلمې وويلې. دا منو چې تاجکستان کې پوهنتون ته دانشګاه وايي، خو د ولسمشر غني له خوا د پوهنتون پر ځای د دانشګاه کلمه پر دې تائيد کوي، چې نور هغه کسان چې د دانشګاه له کلمې سره افغانستان کې مخالفت کوي، بايد له خپل مخالفت تېر او همدا ډول لوړو زده کړو وزارت ته هم اجازه ورکړل شي، چې د دانشکاه کلمه په رسمي ډول ومني او وکاوري. 

ډېری سياسي مشران د خپلو خبرو پر مهال چې په  کور دننه يا بهر کې يې وړاندې کوي د ژبپوهنې د استادانو په څېر وينا نه کوي، بلکې د وينا منځپانګه يې اړينه وي؛ تاسې به اورېدلي وي، چې افغانستان کې سياسي څېرې ډېر وخت د خپلو پښتو او دري خبرو پرمهال انګلېسي کلمې، لکه يونېورسېټي او نور کاروي او غبرګونونه هم نه را پورته کوي. همدا ډول ولسمشر غني کولی شول، چې څه ډول افغانستان کې په دري ژبه خبرې کوي، نو د دانشګاه پر ځای د پوهنتون کلمه وايي، تاجکستان کې هم که چېرې ولسمشر غني د دانشګاه پر ځای پوهنتون ويلی وایی، نو د پښتو ژبې بډاينه او اوږده علمي مخېنه به يې څرګنده کړې وای. 

ځيني افغان دري ژبې سياسي څېرې چې هر کله پاکستان ته سفر کوي، نو هلته له پښتنو چارواکو سره هم په انګلېسي غږيږي، نو که دوی ځان ته دا شرم نه ګڼي، چې د هېواد رسمي لومړۍ ژبه يې نه ده زده، نو ښايي ولسمشر غني ته هم دا جرم نه وای، چې تېره ورځ يې تاجکستان کې د دانشګاه پر ځای پوهنتون کلمه کارولې وای.

د ولسمشر غني له خوا د پوهنتون پر ځای د دانشګاه کلمه به دا پايله ورکړي، چې له دې وروسته به د ملي  ټرمينالوژۍ څخه په سرغړونې، د پوهنتون کلمه ايرانۍ فارسي ته ترجمه او دانشګاه به ويل کيږي.