ربه داسی امن غواړو

ربه داسی امن غواړو
ربه داسې سوله غواړو
چې د نوي کال په پيل کې
مو د نوې پيړۍ نسل 
نوي نوي افکار واوړي 
نوی نوی ژوند شروع کړي
د جګړو او جنګونو
د بارودو د بمونو
د مرميو د ټوپکو
او د کرکې نفرتونو
دښمنۍ او تربګتنيو
ټول نومونه داسې هیر شي
چې يې رانشي په ژبه
چې يې خوله باندې را نه وړي
چې په شونډو وانخلي
او د سولې او د امن 
د دوستۍ د ورورولۍ
صداقت او د راستۍ
يوه ښکلی او ځلانده
فضا داسې شي څرګنده
چې د ټول هیواد په کچه
ټول فکرونه زمونږ يو شي 
ټول اذهان مو متحد شي
افغانان مو متفق شي
که پښتون که پشه ی دی
که ازبک دي که تاجک دي 
که بلوچ که ترکمن دی
ټول د يو بله قربان شو 
ټول په يو لاره روان شو
ژبنی تعصب مو پریږدو
مذهبي نزاع کړو هیره
د قومونو د سمتونو
فاصلې کړو سره هېرې
لر او بر نومونه پريږدو
دا کېسې کړو سره هېرې
يو د بل د درد درمان شو
چې عمل کې جاويدان شو
ټول د لوی افغانستان شو
ټول د لوی افغانستان شو