په څوکۍ ناستې نجلۍ غمبورو کې ګوتې ورکړې.
آه يې وکه
د څوکۍ په څنډه يې سر کېښود
سترګې يې پټې کړې
د ډاکټر شاګرد راغی، د نجلۍ طلايي ويښتانو، غټو تورو سترګو او دنګې ځوانۍ ته يې په ځير ځير وکتل. بېرته لاړ
د سامان په مېنځلو يې شروع وکړه.
ډاکټر راغی نجلۍ ته يې وويل:
زامه دې درانه شوه؟
نجلۍ د هو په مانا سر وخوځوه
ډاکټر خپل کوچني شاګرد ته ورغږ کړ:
د وسايلو بکس راوړه
شاګرد په منډه سامان راوړ، د ډاکټر خوا ته غلی ودرېده.
ډاکټر د غاښ په ويستلو پيل وکړ. شاګرد د نجلۍ په سترګو کې سترګې ګنډلې وې.
داسې په ځير ځير يې ورته کتل لکه د کورنۍ کوم غړی يې چې له اوږده سفره راستون شوی وي.
د نجلۍ پلار ډاکټر ته ورغږ کړ:
دا لغنتي هلک څوک دی؟ دا بې ادبه او بې ناموسه؟
په همدې سره له ځايه راپورته شو،
د هلک په تنکي مخ يې پرلپسې درنې څپيړې وار کړې.
د هلک سترګې له اوښکو ډکې شوې.
د اوښکو په بدرګه يې ووې:
باباجانه ستا لور کټ مټ لکه زما ځوانيمرګه خور، کومه چې د هلمند په دښتو کې ماين ټوټې ټوټې کړه.
ما ته ستا د لور په لېدو ځوانيمرګه خورکۍ راياد شوه او داسې فکر مې وکړ چې د خورکۍ سر ته مې ولاړ یم.
هغه خورکۍ چې طلايي ويښتان، غټې تورې سترګې، دنګه ځواني او ګرد مرد مخ يې کټ مټ ستا لور ته ورته وو.
وروستي