د روسيې په فدراسيون کې د افغاني محصلينو ستو نځه لا اوس هم حل شوی نده.

یو  ځل بيا، خو دا ځل  افغان ولس مشر ته!
غمی رودوال


د روسیی په فدراسیون کی د افغان محصلین دغه جمهوریت ته،  د افغانستان داسلامی جمهوری دولت  د سفر په دغه مناسب  وخت  د خپلو ستو نځو د حل هیله لری.  دا  څوم ځل دی چه هغه شمیر  محصلین چه د عالی تحصیلاتو له لاری  د روسیی  د فدراسیو ن   د تعلیمی بورسونو  څخه  په استفاده  هغه  هیواد  ته  د لوړو زده کړو د تر لاسه کولو   د پاره  لیږل شوی دی او تعداد ئی یو سل او دری دیرشو تنوته رسیږی ( البته د 1389 هجری شمسی کال محصلین په دغه لیست کی شامل نه دی.  خو دغه  دقیق شمیر د لوړو زده کړو د وزارت له خوا د بهرنیو چارو وزارت فرهنگی  څانگی ته ورکول شوی دی او خبره یوازی په مسکو کی د افغان سفارت اجراأتو ته پاته ده او بس )  خپل آواز  د مختلفو انتر نتی شبکو او آزادی رادیوله لاری پورته کړی او خپل عرض ئی په  څو څو ځله  مختلفو دولتی مراجعو ته رسولی دی.   خو  له بده مرغه تر اوسه  دغه مشکل په خپل  ځای لاینحله پاته دی.   دا په داسی حال کی ده  چه یو ځل د ولس مشر ویاند دا خبره هم و کړه چه نور به په بهر کی افغانی محصلین د ستونځو سره نه مخ کیږی.
د دغه ستو نځی د حل په برخه کی  د ښاغلی ولس مشرځانگړی زړه سوی او مهربانی ته اړتیا ده.  دافغانستان  د اسلامی جمهوری دولت  د بهرنیو چارو  وزارت،  د روسیی په  فدراسیون  کې  د افغانستان  د اسلامی جمهوری دولت  محترم سفیر ښاغلی عزیز الله کرزی  اوپه خاص ډول د روسیی په  فدراسیون کی  دافغانستان د اسلامی جمهوری دولت د سفارت  د فرهنگی چارو د مسئول، ښاغلی داکتر لطیف بهاند  چه د محصلینو او تعلیمی موضوعات هم  د دوی  پوری  اړه لری،  چه  د افغان ولس مشر د دغه سفر په موقع ئی د روسیی د تاریخ  په باره کی یوه اوږده   څیړنیزه مقاله لیکلی او نشر ته ئی سپارلی ده، څخه هیله کیږی  چه  د داسی تحلیلی او تاریخی مقالو لیکلو پر  ځای خپل وظیفوی مسئولیت درک  او د نوموړو محصیلینو د مشکل د حل (یعنی هغوی ته د دولت له خوا د فیصله شوی مدت معاش) د پاره لازم کوښښ  او پاملرنه و کړی.  مونږ  په  دغه  باور یو   چه  دغه محصیلین  د افغان بی وزله ولی غیور  ولس بچی دی او همدوی دی چه  د هیواد راتلونکی به جو ړوی،  ځکه  چه  پردی هیڅکله  هم  زمونږ  وطن نه را جوړوی او نه ئی را جوړولی شی. د  دوی سره مرسته د هیواد  او  ولس سره  مرسته  ده او د دغو محصلینو ته د   لوړو زده کړو مناسبه زمینه برابرول مونږ د تل لپاره  د خارجی متخصیصینو د احتیاج څخه خلاصوی.   زه د نورو افغانانو څخه  هم دا هیله لرم  چه  د  نړی په هر گوډ  کی د ټولو افغان محصلینو د مشکلاتو د حل په برخه کی هرچیری خپلی هڅی په کار واچوی.  د لا نورو معلوماتو د پاره پخوانی اعلام شوی موضوع  چه:            " د روسیی په فدراسیون کې د افغانی محصیلینو ستو نځی حل غواړی "  تر  عنوان لاندی  موندلای او لوستلای شی.
ستاسی د ټولو د زړه سوی او پاملرنی په هیله!