
روهي ( یوه نۍ / ۲ د کب )، د هېواد د بهرنیو چارو وزیر، حنیف اتمر د یوه دولتي پلاوي په مشرۍ هند ته په درې ورځني سفر ولاړ.
د افغانستان بهرنیو چارو وزارت وايي دغه سفر د افغان سولې لپاره د سیمه ییزې او نړیوالې اجماع پياوړې کولو، د دوو اړخیزو اړیکو او له ترهګرۍ سره د ګډې مبارزې د همکاریو د پراختیا په موخه ترسره کیږي.