د سولې ارزښت د اسلام مبارک دین له نظره


څنګه چې د اسلام کلمه د تسليم او سلامتيا په معنا ده او دواړه د يوې سکې د مخونو په څېر لازم او ملزوم دي چې پرته د دې دوه بنسټيزو ارزښتونو له ساتلو څخه نه د تسليم معنا افاده کيږي او نه د سلامتيا، ځکه د اسلام مقدس دين هغه نظام دی، چې ټول اصول، قوانين او مقررات يې په الهی وحي تکيه کوي او دې نظام ته يې ځکه د اسلام نوم غوره کړی، چې مفهوم يې هم سوله، سلامتی، امن، پخلاينه او د الله ج اوامرو ته تسلیميدل ( غاړه ايښودل) دي، نو د یوې سالمې او سوله ايزې ټولنې د رامنځ ته کيدو لپاره لازمه ده چې وګړي يې په امن کې ژوند وکړي او د ژوند ټول مادي او معنوي ارزښتونه په يوه ډاډمنه فضا کې خوندي کړي.
 

په کومه ټولنه کې چې امن وي په هغه کې د اسلام ټول ارزښتونه لکه ژوند،عقل، ناموس، مال، عزت او نورې مادي او معنوي ګټې ساتل کيږي یعنې د ټولنې وګړي ځانونه په امن کې احساسوي، چې د امن دغه احساس ټول دنياوي او اخروي اسباب او وسايل برابروي، چې همدغه مسئله الله ج په خپل مقدس کتاب قران عظیم الشان کې هم یاده کړې چې فرمايي: ( امنهم من جوع وامنهم من خوف) چې د ” امنهم من جوع ” څخه هدف د حلال رزق تر لاسه کول، کاروبار او اقتصادي پياوړتيا ده او له ” امنهم من خوف” څخه د امن ټينګښت او په امن کې ژوند کول دي.
 

اسلام هغه دین دی چې سوله او امن یې په خیر سره تعبیر کړي. او اصل یې ګڼلی دی، ځکه د اسلامي شریعت موخه او مقصد، د خلکو ښیګڼه، د شر لرې کوونه او د نفس ساتنه ده. نو جنګ او جګړه په عام ډول سره ښيګڼه، نه بلکه شر دی. اﷲ‌(ج) فرمايي :وَالصُّلْحُ خَيْرٌ. (سورة النساء: 128)ژباړه: سوله ډېره ګټوره ده.
 یعې جنګ شر دی نو جنګ او جګړه هغه پدیده ده چې د شریعت د اصلي موخو خلاف ده.
 

د اسلام له نظره دسولي ارزښت له نفلي روژې، نفلي لمونځ اونفلي صدقې څخه غوره دی، ځکه چي په روژه اولمانځه کي فردي مصلحت پروت دی خو په سوله کي فردي اوټولنيز دواړه مصلحتونه پراته دي اوهم په ټولنه کي دفساد دمخنيوي لاره ده.
له حضرت ابودرداء(رض) څخه روايت دی چي رسول اکرم(ص) وفرمايل: آیا تاسي دداسي عمل څخه خبرکړم چي له روژې، لمانځه اوصدقې څخه يې درجه  لوړه ده؟
صحابه کرامو وویل: بلې هوکې یا رسول آلله!
بیاپېغمبر(ص) وفرمايل: هغه عمل دخلګو ترمنځ سوله اوروغه راوستل دي، خپل منځي فساد اواختلاف دین له منځه وړي.
 

سوله په عمومي توګه د خلکو تر منځ او په ځانګړې توګه د مسلمانانو تر منځ د ډېرو نیکو کارونو څخه ګڼل شوې چې خدای (ج) یې د تامین په موخه امر کړی دی او د سولې په کولو سره یې د زیاتو فضایلو زېری او په نه کولو سره یې د ډېرو مفاسدو د پېښېدو خبرداری ورکړی دی. د دې اهمیت او فضیلت اړخونه ډېر زیات دي چې مهم به یې دلته بحث کړو:
په قرآن کریم کې د صلح ارزښت:
د هغه ستر اهمیت له مخې، چې  سوله یې د الهي رحم او کرم په ملتیا په ټولنه کې تر سره کوي، د سولې لفظ د صلح په صیغې سره ۱۶۹ ځلې په قرآن کریم کې ذکر شوی دی، الصالحات په ټولیزه توګه ۶۲ ځلې ذکر شوی، چې  ۵۳ ځلې یې له ایمان سره یو ځای خو ۹ ځلې په داسې شکل ذکر شوی دی، چې د ایمان کلمه ورسره یو ځای نه ده راغلې.
 

د صالحا لفظ په قرآن کریم کې ۳۰ ځلې، د صالحین لفظ ۲۳ ځلې، د صالحون لفظ ۳ ځلې، د اصلح لفظ ۲۰ ځلې، د صالح لفظ ۹ ځلې، د صلح لفظ مفرد یا جمع لفظ ۱۲ ځلې او د صلح لفظ، چې د اصلاح په مانا دی ۷ ځلې په قرآن کریم کې ذکر شوی دی.
همدارنګه د قرآن کریم په زیاتو ایتونو کې د سولې، ورورګلوۍ، یووالي، ښه ژوند او د فساد د مخنیوي یادونه شوې ده او د ګڼ شمير ایتونو متن، چې له الهي ارشاداتو څخه یې سرچینه اخیستې، ورته مطالب د انسانانو مخې ته ږدي.
 

خدای (ج) په تکرار سره په متعددو آیتونو کې د وګړو تر منځ د سولې د تامین په هکله ټینګار او امر کړی دی څو په ټولنه کې یووالی، مینه، وررګلوي، محبت، ښه ژوند، ښیرازي، آبادي او سمون قایم شي. دغه ډول امرونه درې ځایه په حجرات سوره او یو ځلې په انفال سوره کې راغلي دي. طبیعي خبره ده چې خدای (ج) خپلو بندګانو ته په هغه څه امر کوي چې د زیات اهمیت، ټولنیزې اصلاح او لوړ مقام څخه برخمن وي. خدای پاک د انفال په سورت کې فرمایلي دي: «فاتقوالله و اصلحوا ذات بینکم» الانفال ۱ آیت[1]
ژباړه: د خدای څخه و ویریږی او په خپل منځکې سوله وکړی.
 

پوهانو ویلي دي چې تاسو د هغه څه په باب تر خپل منځ اصلاح راولئ چې ستاسو له منځ څخه هر ډول اختلاف، بدبیني، تاوتریخوالی او د اختلاف اسباب ورک کړي او زوړنه یووالي او محبت ته را وبولي. همدارنګه هغه فضا ستاسو له منځ څخه ورکه کړي چې نزاع، خصومت، مشاجرې، جنجالونو او بېلتون په سبب را منځته شوی وي. د عفوې، نیکو اخلاقو او ښه سلوک په وسیله هغه بغض، عداوت، دښمني او زړه بدوای د وګړو له منځه ورک شي چې د اختلاف په سبب یې د افرادو او ټولنو تر منځ ځای نیولي دی.
خدای پاک (ج) فرمايي: «و ان طایفتان من المومنین اقتتلوا فاصلحوا بینمها» الحجرات ( ۹ـ۱۰)
ژباړه: که چیرې د مومنانو دوې ډلې په جګړه اخته وي نو د دوی تر منځ سوله وکړي.
 

دقرآنکریم له نظره خوډیر لنډ دسولې تقدس معرفي شو،او دا جوته شوه چی د اصلاح، صلح،روغې جوړې اومصالحې په مورد کي یئ څومره تأکید کړی، اوداهم جوته شوه چی په آخرت کي هم د ټولو شخړوآخرنۍ د حل لاره سوله، بلکه لوی الله جل جلاله هم دخپلو بندګانوترمینځ سوله کوي،،، اوس به دنبوي احادیثو په رڼا کي دسولې ځینې فضائل،خصائص، او ډولونه را وسپړو:
د سولې د هغه عظمت او لويې له کبله چې خدای پاک (ج) ورکړی دی، د اسلام ستر پیغمبر حضرت محمد (ص) نه یوازې د وګړو تر منځ د سولې تامین مهم ګڼلی بلکي په دې برخه کې یې د ژوند تر پایه هڅې کړې دي او مسلمانان یې سولې ته هڅولي چې د نورو پیغمبرانو په څیر د وروستي پیغمبر (ص) د رسالت یوه مهمه دنده ده. پیغمبر (ص) د خلکو تر منځ د سولې تحکیم، د عدل خپرول، د ظلم نابودي، د ناروا کړنو سره مبارزه او د وګړو تر منځ د اختلافاتو له منځه وړل د خپل رسالت مهم ټکي بلل.
 

بخاري (رح) په یوه حدیث شریف کې فرمایلي دي: د بني عمرو د قبیلې تر منځ جګړه نښتې وه او نبي کریم (ص) ته چا احوال ورکړ، نو هغه (ص) د ماسپښین د لمانځه د ادا کولو څخه وروسته د پیښې ځای ته ورغی او تر منځ یې سوله وکړه. رواه البخاري، کتاب احکام، ح رقم ۶۶۵۳[3]
په یو بل حدیث شریف کې راغلي دي د قبا د خلکو په منځ کې داسې جګړه پېښه شوه چې یو بل یې په ډبرو وېشتل، نو پیغمبر (ص) چې کله د پیښې څخه خبر شو ویې ویل: «راځی چې ولاړ شو او تر منځ یې سوله وکړو.» رواه البخاري، کتاب الصلح، ح ر ۲۴۹۶[4]
 
له دې څخه ښکاري چې د جګړې د پېښېدو او د تاوتریخوالي د ناوړه خبر د اورېدو سره جوخت د اسلام ستر پیغمبر حضرت محمد(ص) سمدلاسه د ښکېلو ډلو تر منځ د سولې امر کړی، پخپله یې د سولې د تامین په لاره کې ونډه اخیستې، عملي اقدام یې کړی او خپل صحابه یې هڅولي دي چې د نزاع د دواړو اړخونو تر منځ سوله وکړي او په دې باب یې همیشه د یوه عادل امام، بهترین قاید، اغیزمن رهبر او ښه لارښود دریځ غوره کړی دی. همدارنګه پیغمبر(ص) په بیړنۍ توګه هڅه کړې ده چې د خلکو تر منځ د تاوتریخوالي کرکجنه فضا د نیکمرغۍ، سولې، امن، سمون، یووالي او ښېرازۍ په فضا بدله او په خپلو وړانګیزو لارښوونو او اعمالو سره وګړي نېکو چارو او خپلمنځي یووالي ته را و بولي.
د قران کریم ارشاداتو او د نبوي کریم(ص) لارښوونو همېش هغه شخص غوره ګڼلی دی چې د خلکو تر منځ سوله‌ییزه فضا رامنځته او د دوی تر منځ د محبت لړۍ پياوړې کړي.
 
 
خدای(ج) فرمایلي دي: «په ډیرو پټو مشورو کې خیرښېګڼه نشته خو یوازې هغه پټې مشورې له ښیګڼې څخه ډکې دي چې په صدقه، نېک کار او د خلکو تر منځ د سولې د استحکام په هکله امر کوي» د نساء سورت ۱۱۴ آیت[5]
همدارنګه د اسلام ستر پیغمبر حضرت محمد(ص) د هغه شخص صفت کړی او نوموړی یې ښه ګڼلی دی چې د وګړو تر منځ سوله کوي او په ټولنه کې د اصلاح راوستلو په موخه هڅې کوي. لکه چې فرمایي: «له دې څخه د ابن آدم په اعمالو کې بهتره او غوره څه نشته چې لمونځ وکړي، د خلکو تر منځ اصلاح راولي او ښه اخلاق و لري» الالباني، سلسله الاحادیث الصحیحه، ح رقم ۱۴۴۸[6]
همدارنګه پيغمبر(ص) د خپل لمسي حسن(رض) په باره کې فرمایلي دي: «زما دغه زوی داسې یو نېک سړی دی چې له ما وروسته به د ده په وسیله د دوو ښکیلو مسلمانو ډلو تر منځ اصلاح رامنځته کېږي» رواه البخاری، مناقب، ح رقم ۳۳۷۵[7]
له دې احادیثو څخه ښکاري چې پیغمبر(ص) همېشه مسلمانان سولې ته هڅولي دي او هغه شخص یې بهتره ګڼلی دی چې د دوو متخاصمو ډلو یا افرادو تر منځ سوله راولي. همدارنګه په وروستي حدیث شریف کې د پیغمبر(ص) د لمسي حسن(رض) لپاره زېری دی چې نوموړی به د دوو مسلمانو ډلو تر منځ د مصلح او د سوله راوستونکي ویاړ به تر لاسه کوي چې د تاریخي لاسوندونو پر بنسټ دغه راز سوله بیا وروسته واقع شوه او د همدې سولې کال ته د عام الجماعه نوم ورکړل شو.
 
له پورته ټولو دلايلو څخه څرګنديږي چې داسلام مبارک دين د سولې او امن دين دی. بې ځايه جنګ جګړې، تيری او توند لاريتوب ته په کې ځای نشته.
دمسلمانانوخپل منځي جګړې نه جبرانېدونکې اوخطرناکې پايلې لري،چې په دې اړه ګڼ شمېر احاديث هم راغلي دي اومسلمانان يې سولې ته هڅولي دي.د سولې د تامین او موجودیت په صورت کې انسانان کولای شي چې د ژوند چارې په ښه توګه پر مخ روانې کړي او مومنو پرګنو ته په ښه شکل د عبادت کولو زمینه برابره شي. په دې کې شک نشته چې د سولې د تامین په صورت کې د انسانانو دیني، تعلیمي، کلتوري، اقتصادي، سیاسي، تخنیکي، هنري، تکنالوجیکي او هر اړخیزې چارې په ښه شکل دوام مومي او ټولنه له عامه تباهۍ، بدمرغۍ او تباهۍ څخه ژغورل کېږي.
 
همدارنګه د سولې په موجودیت کې انسانان له یو بل سره د همکاریو ښې زمینې په لاس راوړي، د انسانانو د وینو د تویېدو مخنیوی کېږي او په ټولیزه توګه د ټولنې د پرمختګ کاروان د بریالیتوب پړاونه وهي.
پایله: واعتصمو بحبل الله جمیعا ولاتفرقو .
په ګران افغانستان کې  د دایمی سولې او ثبات په هیله!