یو ځل بیا د حکومت او علیپور ترمنځ نندرۍ

روهي ( نۍ / ۳۰ د کب )، د افغانستان د ولسمشر د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب نن د لوړ پوړو چارواکو خبرې ناسته کې د خبریالانو د پوښتنو په ځواب کې وویل، په بهسودو کې د افغان پوځ پر چورلکه د علیپور له لورې برید چې په کې ۹ افغان سرتېري د څلور پیلوټانو په ګډون ووژل شول، ولسمشر دې پرېکړې ته اړ شو چې په امنیتي سکتور کې تغیرات راولي.
 
لوی درستیز جنرال ضیا ضیا دغه کنفرانس کط  وویل، علي پور به په هرقیمت د خپلو کړنو ځواب ووايي، امنیتي وضعیت ددې بهانه نشي ګرځیدلای چې هغه کسان چې زمونږ چورلکه یې رانسکوره کړې او سرتیري یې وژلي ورسره مراعات وشي.
 
د راپورونو له مخې، د افغان پوځ سلګونه هاموې ټانګونه او یو زر سل ځانګړي ځواکونه بامیانو ولایت ته تللي او دغه ولایت مکمل نظامي حالت تللی، ویل کېږي دغه ځواکونه د بامیانو له لارې بهسودو ته ځي، څو پر علیپور عملیات ترسره کړي.