طالبانو سره د ګډ حکومت لپاره د عبدالرشيد دوستم طرحه 

روهي (څلورنۍ/۲۷ د کب)، د عبدالرشيد دوستم په مشرۍ د افغانستان ملي جنبش ګوند له طالبانو سره د يو ګډ حکومت د جوړېدو وړاندېزي طرحه وړاندې کړې ده. دغه طرحه کې د يو انتقالي حکومت د جوړېدو ويل شوي دي. 

د جنبش ګوند په طرحه کې راغلي دي چې اوسنی اساسي قانون بايد تعديل شي او که هم بايد يو نوی اساسي قانون جوړ شي چې د هېواد د نظام سياسي ډول به هم په کې غیر متمرکز وي. 

د دغه طرحې په يوې بلې برخې کې ويل شوي دي چې د ولسمشر صلاحيتونه بايد کم او محدود شي او همدا ډول ولسمشر بايد له درېيو تر څلورو مرستيالانو ولري. د دولت عالي شورا او د اسلامي فقې شورا جوړول د دغه طرحې نورې برخې دي. 

د ولسمشر د صلاحيتونو په اړه ويل شوي دي چې ولسمشر بايد د پوځ اعلی سر قومندان وي؛ وزيران، لوی رئيسان، د سترې محکمې غړي، سفيران او د ملي امنيت لوی رئيس بايد د پارلمان له خوا وټاکل شي. 

همدا ډول که چېرې له پورته کسانو کوم يو يې له دندې ګوښه کيږي، نو ولسمشر به له خپلو څلورو مرستيالانو سره چې د هر يو قوم څخه يو - يو ټاکل شوی مشوره کوي او له هوکړې وروسته به ياد کسان له دندو ګوښه کيږي. 

د جنبش ګوند په دغه وړانديزي طرحه کې لېکل شوي دي چې انتقالي حکومت د نوي اساسي قانون تر جوړېدو پوري وي او کله چې نوی اساسي قانون جوړ شي، بيا په ټول هېواد کې ټاکنې تر سره او په دې ډول د هېواد ولسمشر او حکومت ټاکل کيږي. 

د موقت ادارې د جوړښت په اړه ويل شوي دي چې يو کس به ولسمشر او څلور مرستيالان به لري او همدا ډول به د ولسمشر ترڅنګ لومړی وزير وي چې هغه به هم څلور مرستيالان ولري. د موقت حکومت مرستيالان به د لومړي، دويم، درېیم او څلور مرستيالانو په ډول نه؛ بلکې د سياسي، امنيتي، اقتصادي او ټولنيزو چارو مرستيالانو دندې ولري.