په رسمي ډول د جمعيت ګوند ټوټې کېدل 

روهي (درې نۍ/۲۶ د کب)، د عطا محمد نور په مشرۍ د جميعت ګوند جدا شوې ټلوالې په نېږدې وخت کې د ياد ګوند د عمومي کنګرې د جوړېدو ويلي او زياته کړې يې ده چې له لارې به يې د ګوند رئيس وټاکل شي. 

عطا محمد نور لېکلي دي چې صلاح الدين رباني او احمد ضيا مسعود سره په دې اړه لېدنې شوې او دوی هم د ګوند د عمومي کنګرې له جوړېدو سره هوکړه ښوودلې ده. 

د جمعيت ګوند اجرائيوي رئيس عطا محمد نور يو ځل بيا له صلاح الدين رباني او احمد ضيا مسعود غوښتي دي چې دوی کولی شي چې د ګوند ریاست ته ځانونه نوماند کړي. 

له بلې خوا صلاح الدين رباني او احمد ضيا مسعود د جمعيت له ګوند له ادرسه خبرې پاڼې نشر کړي او ویلي دي چې په اوس وخت کې د دوی له خوا هېڅ ډول کومه کنګره نه جوړيږي او له خپلو ولايتي مسوولينو يې غوښتي دي، چې د عطا محمد نور له خوا جوړېدونکي کنګره کې ګډون ونه کړي. 

صلاح الدين رباني لېکلي دي چې دا ډول هڅې له بهره د يو شمېر کړېو له خوا تر سره کيږي، چې موخه يې د جمعيت ګوند وېشل او ټوتې کول دي.