مسکو کې د سولې ناسته او د ټولو اړخونو ګډون د دوحې په شان بې پایله خبرې او که سوله؟

روهي ( درې نۍ / ۲۶ د کب )، په مسکو کې د سولې کنفرانس کې د امریکا او افغان حکومت په شمول ټول بلل شوي اړخونه په دې ناسته کې ګډون کوي.
 
د افغان سولې په اړه د مسکو غونډې د جوړېدو لپاره هڅې ګړندۍ شوې دي او اړینې همغږۍ رامنځ ته شوې دي. تازه د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ویلي، چې د امریکا په ګډون ټولو بلل شوو لورو د مسکو په غونډه کې د ګډون لپاره تیاری ښودلی دی.
 
بلخوا د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی کابل ته راغلی او له ولسمشر غني او ډاکټر عبدالله عبدالله سره یې د سولې بهیر پر چټکتیا خبرې کړې دي. طالبانو هم د مسکو غونډې لپاره د خپل پلاوي د جوړېدو خبر ورکړی دی.
 
له افغان حکومت نه د عبدالله په ګډون لس کسیز پلاوی، د افغانستان اسلامي امارت د سیاسي مرستیال او د سیاسي دفتر د رئیس ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ به د افغانستان اسلامي امارت یو لوړ پوړی لس کسیز پلاوی به د مسکو په غونډه کې ګډون وکړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي زلمی خلیلزاد به د مسکو په غونډه کې ګډون وکړي.
 
سیاسي شنونکی په مسکو کې جوړېدونکې غونډه د افغانستان د سولې پروسې د چټکتیا او برخلیک ټاکلو لپاره مهمه بولي.