تخار کې د سلام مخابراتي شبکې په فعالیت بندیز او کارکوونکو ته یې ګواښ شوی

روهي ( دوه نۍ / ۲۵ د کب )، طالبانو په تخار کې د سلام مخابراتي شبکې فعالیت بند کړی.
 
د تخار ولایتي مسوولان وايي، له دوو کلونو ډېره موده کېږي چې طالبانو په دغه ولایت کې د شپې له خوا د مخابراتي شبکو پر فعالیت بندیز لګولی دی. د دوی په وینا، طالبانو مخابراتي شبکو ته خبرداری ورکړی، که هره ورځ د مازدیګر په پنځو بجو خپل فعالیت بند نه کړي، سزا به ورکړي.

که څه هم د تخار اوسېدونکو د طالبانو د دغه اقدام پر وړاندې څو ځله اعتراض کړی، خو د مخابراتي شبکو او د تخار ولایت مسوولان نه دي توانېدلي چې خلکو ته د شپې له خوا دانټرنیټ او اړیکو خدامات برابر کړي.
 
خو څلور ورځې وړاندې په زابل ولايت کې د افغان بېسيم مخابراتي شبکې يو انتن په توپ ويشتل شوى وو چې د سیمې خلک یې له ګڼو ستونزو سره مخ شوي.