سوله څه ده؟

که د انسانیت تاریخ ته ځیر شو وبه ګورو چې د سولې تاریخ د جنګ د تاریخ په اندازه سابقه لري، یعني د کومی ورځې چې جنګ شته له همغی ورځې سوله هم شتون لري. 

د هابیل او قابیل جګړه، د انسانیت او شیطانیت جګړه په بله اصطلاح د حق او باطل جګړه له ابتدا څخه شتون لري. 

تر هغه پوری چې د ملتونو او انسانانو تر منځ منفعت، مدنیت او ارزښتونو مسئله موجوده وې او دا ارزښتونه یو بل سره ټکر کې راځې نو تر هغه پوري به جنګ او سوله موجوده وي. 

تر څو پوري چې په نړی کي عدالت نه وی قایم شوي، نو تر هغه پوری به د ظالم او مظلوم، د حق او باطل جګړه پاې ونه مومي، په یو ډول نه یو ډول به ادامه پیدا کوي. چې دا عدالت یوازي او یوازي د نفسي غوښتنونو او خواهشانو څخه لرې د الهی احکامو په واسطه سرته رسیدلې شې کوم چې د الله تعالی لخوا خپل خوږ آخري پیغمبر رحمت للعالمین صلی الله علیه وسلم ته نازل شویدی.

اسلام خپله د سولې معنی ورکوی، د رب تعالی د اسماء حسناء څخه یو نوم هم سلام دي او د مسلمانانو تر منځ سلام ورکول هم د سولي او اعتماد پیغام ورکوي. 

سوله
دا ښکاره خبره ده چې سوله انسانانو ته آرامی، سکون او پرمختګ راولي، خو دا چې هر سوله انسانانو ته آرامي او سکون راولي اختلافي خبره ده، ځکه بعضی داسی تاریخي توافقنامي هم وجود لري چې د سولي او آرامې پرځای د لویو جنګونو سبب ګرځيدلې دي. 

مثلا د افغانانو او انګلیسانو د ډيورنډ غیر عادلانه تړون چې تر ننه پورې د یوې اوږدې سړې جګړي سبب ګرځیدلي دی، یا هم د هند او پاکستان د کشمیر توافقنامه چې لانجه یې تر اوسه پوری ادامه لری، او یا هم په لومړۍ نړیواله جګړه د وارسای تړون چې د المانیانو د ژوند حقوق یې سلب کړې وو، چې وروسته د یوې لو‎یې دوهمي نړیوالې جګړئ سبب وګرځیده. 

نو لدي وجهی سوله په دوه ډول ویشلای شو، لومړي هغه سوله ده چې په جبر او زور سره منځته راځې، عدالت او مساوات پکې شتون نلري، نو دغه ډول سولې ته منفی سوله ویل کیږي. چې دا ډول سوله حقیقي او دایمی نشي بلل کیدلای. 

دوهم ډول: هغه سوله ده د ټولو خواوو په رضا او ګټه سرته ورسیږي، عدالت او مساوات پکې قایم وي، چې دغه ډول ته مثبته سوله ویل کيږي، چې دا سوله حقیقي او دوامداره وي. 

د سولې توافقنامي باید داسي مادې ونلري چي د راتلونکې لپاره د نوې جګړې سبب وګرځې. توافقنامه باید ښه نیت سره وشې او ټګې باید پکښې نه وي. همدارنګه محتوا یې باید ډیره روښانه او واضحه وي. 

سولې ته د جنګ د خاتمی ، د دفاع، د امنیت او حتی د کامیابې او بریا نوم هم ورکول کیدلای شي. سوله د متقابل قربانۍ او یو بل ته د ځینو څیزنو څخه د تیردلو معنی هم لری، خو دا تیریدنه صرف د یوې ډلې لخوا باید په مکمله معنی نه وي. 

همدارنګه سوله د افرادو تر منځ هم کیدلای شي، خو سوله صرف د شدت او جنګ د کمولو معنی نلري بلکي سوله د عدالت، آرامۍ، سکون او پرمختګ مفهومونه هم ځان سره رانغاړي. 

په نتیجه کې سوله هغه ده چې په مثبت او حقیقي ډول سرته ورسیږي، د ټولو خوا رضا او ګټه پکې نغښتې وي، ترڅو د دایمې آرامۍ، امنیت او پرمختګ وسیله شي.