د افغانستان سولې او ورورۍ په اړه اړينه تیوري

دا دې ډېر خوشحالۍ ځاي دی، چي اصلي او په هېواد مېن افغانان سولې او اتحاد ته خوشحاله دي او ټول په يو ټغر کیناستلو ته تلوسه لري.

طبعا په یوه ټولنه کي چي نظام او سیسټم جوړ او سالمه نه وي، هلته د ارامۍ او ډاډ ژوند مشکله وي، نو ددي لپاره سوله او امنیت د لومړنېو احتیاجاتو څخه کڼل کیږي. نو د ټولو خلکو دا هیلۍ او مینه بي ځایه نده.

اما دا باید هېر نه شي، چي سوله او هغي ته ورته لاسته راوړنئ، اسانه نه وي، ځکه چې سوله او امنیت ځانته دوښمنان او مخالفین لري. نو د سولي لاسته راوړلو لپاره د هغي مخالفینو سره مقابله پکار ده. چي دغه مقابله کله کله د ډیرو قربانیو سبب ګرځي.

چي پدي لړ کي د وطن او اسلامي خاوري بچیانو ډیره قرباني ورکړيده، چي پدوي کي طالبان، حکومت او د دواړو تر منځ بیطرفه اشخاص ورکي شامل دي. طالبانو لخوا چي چا غوښتلي چي وروري او اتحاد ته خدمت وکړي، او ټول ورونه او د وطن بچیان سره په یو ټغر کيښنوي، د لوي قوتونو او یا هم د ګاونډیانو لخوا لمنځه وړل شوېدي. دارنګه د حکومت دننه هم د بهران د ختمولو او ورورولۍ لپاره هلې ځلې کوونکي ځوانان او اشخاص لمنځه وړل شويدي. دا ځکه چي په سوله او امنیت کي د وطن او اسلامي خاوري طرقي نغښتي ده او سولي سره راتلونکي دا بدلون د لويو قوتونو دلته پاتي کیدلو او ددغي خاورۍ د استراتیژیک موقیعت او منافعو څخه د استعمال مخه نیسي، نو ددي لپاره نه غواړي چي هیواد مو پر امنه او له هري نګاه څخه آزاده اوسي.

یعني د وررولې او اتحاد فضا رامنځته کول هم قرباني غواړي، تر څو د هغو قوتونو او خاینونو پلانونه او لوبې شنډې شي، د کومو په واسطه چي غواړي اسلامي خاوره او خوږ وطن مو سور اور وي. دوي چې خپلې ګټې زموږ په وطنونو کي جنګ او جګړو سره لټوي، او په سیمه کي د انارشي حالت رامنځته کوي، او تل دغي اور ته پوکۍ ورکوي، تر څو دغه خاوره پرمختګ او په خپلو خپو ولاړ یو قوت نشي. یعني اوبه خړوي او ماهیان نيسي.

یعني د مسلمانانو لپاره د ورورولۍ او اتحاد کار، که هر څومره مشکل هم وي، د غلي او لاس تر زني کیناستلو اجازه نشته. یعني حتمي باید اتحاد او ورورولۍ لپاره کار او مجادله وشي، دغي ته منتظر نشي چي د بي اتفاقۍ دانه په سرطان واوړي، چي دي سره په ټول بدن نور مسموم شي.

نړیوالو قوتونو چې په سیمي کې د خپلي بقا لپاره کومه لوبه شروع کړي، او د اختلاف اور يي د لمسولو سیاست سره د ورونو او د خاوري بچیانو تر منځ بل کړي، په يو حساب هم پیچلي دي او هم واضحه دي. نو لمنځه وړل يي ډیر دقت او زیار غواړي. د ورونو د اتفاق او اتحاد په ټغر کیښنولو او تر منځ يي همغږي، یووالي او هیواد کي د امن فضا رامنځته کولو لپاره دغه کار او کوښښونه کول کوم نافله او د خوښي کار هم ونه ګڼل شي، بلکي دغي ته د یوې ‎فریضي پڅیر وکتل شي او هر شخص دا خپله وظیفه وګڼي چي د ورونو تر منځ اتفاق او اتحاد برابر کړي. او پدي کار کي يو ساعت سستي هم د فتني د اور او د ورونو تر منځ د وژني ادامي او همدارنګه په هیواد کي دمشکلاتو او احتیاجاتو د ادامي معنی لري. نو پدي بخش کي هر شخص باید کوښښ وکړي.

تر څو په عدل او انصاف سره سوله وشي او هیڅ اړخ په بل اړخ تیري ونکړي.

الله تعالی په خپل يو ارشاد کي داسي فرمايي:
فاتقوا الله وأصلحوا ذات بينكم وأطيعوا الله ورسوله إن كنتم مؤمنين ( 1 )
نو تاسي د الله تعالی څخه ووېرېږئ او خپل منځي اړیکي سمي کړئ. د الله تعالی او د هغه د پېغمبر اطاعت وکړئ، که تاسو مؤمنان یاست.

د ټولو لخوا دې ورورۍ او اتحاد الهي امر ته سر ښکته کول ډير مهم دي، کله چي مو اتحاد او یووالي برابر شو دوهم مهم اصل مو عدالت دي، چي ورسره باید مرحمت، او د تقوا ارزښتونو سره ټولنیزه فضا برابره شي.

سوله دا معنی لري چي د وړوکي نه تر غټ ګروپ او ټولو خواوو تر منځ جنګ او جګړۍ بندي شي. اما که ټول شرائط او اړخونه په نظر کي ونه نیول شي، بیا به نوي مشکلاتو او بدبختیو سره مخامخ کیږو. مثال په ډول څرنګه چي د افغانستان ملت او ټولنه په سلو کي 99٪ مسلمانه ده نو قوانین او اساسات د باید هم لدغه اړخه جوړ شي. او همدارنګه د افغانستان ټولنه د مختلفو ګرپونو، سمتونو او قومونو څخه جوړه شوي چي د ټولو په ارامه فضا کي د ژ‎وند تامین او د شته او راتلونکي مشکلاتو د حل لپاره د تعصب او هر یو اړخیزي پریکړي پرته د عدالت په اساس برابر شي.

د سوله معنی هم داده چي انسانان ونه وژل شي، ورونه د یو بل سره د نورو په لمسون په پردیو لوبو کي مصروف نشي. ماشومان یتیمان او ښځي ګونډي نشي، خلک مو معیوب او معلول نشي، غربت نور وده ونکړي او وطن او ملت مو نور زیات اقصادي مشکلاتو او ستونزو سره مخ نشي.

کوم شي چي د جنګ په واسطه په یو کال کي د خلکو له منځه تللو سره لاسته راځي، همغه څیز په سوله او آرامې کي د خلکو لمنځه تللو پرته لس کاله کي یي راوستل ډیر تري غوره دي. دا شرط ندي چي یو څه د حتمی محاربوي جنګ پواسطه لاسته راوړل شي. او په يو قانون کي هم خصوصا په اسلامي قانون کي هیڅ داسي څه نشته چي د يو کار د سرته رسولو لپاره د حتمي جنګ وشي. رسول الله صلی الله علیه وسلم به په کارونو کي پدي شرط چي معصیت پکي نه وي، د ټولو نه اسانه کار خوښولو.

اسلام موږ ته د ورورۍ، شفقت، مرحمت او د اتحاد سبق راکوي ددي لپاره مختلف ارشادات يي موږ ته وړاندي کړي، او د اتفاق او د ورروۍ لمنځه وړونکي ټول اعمال لکه بي عدالتي، ظلم، چغلي، غیبت او نور فاصله پیدا کوونکي شیان يي ټول منعه کړي دي.

رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي: مسلمان هغه دې، چي د لاس او ژبي له ضرر څخه يي بل مسلمان په امنیت کي وي.
سوله صرف د حکومت په وعدو او د نورو خواو سر خوځولو سره هم نکیږي، بلکي دا یوه مرحله غواړي. کومي وعدي چي دولت ورکړي که ريښتيا پري صادقه پاتي شي او عملي جامي اغوستلو لپاره يي تطبيقي کار شروع شي نو نوري ډیري ښي نتيجي به لاسته راشي.

اول که دولت وايي موږ کولای شو چي اساسي قانون تعدیل کړو، او په نظام کي بعضي تبدیلات رامنځته کولای شو، نو ددي لپاره دي علماوو او پوهانو ټولګي عملا جمعه کړي، او د افغانستان قانون د ښه تحلیل کړي، که کوم شي د اسلامي چوکاټ خلاف پکي وموندل شو، د اصلاحیت لپاره په واضحه شکل سره د قانون برابر کړل شي.

دي سره به د خلکو د زړونو څخه د قانون په اړه تشویشونه لمنځه ولاړ شي. او د هغي لپاره په ټول د اطاعت سر ټیټ کړي، چي په ټول هیواد کي به د قانون خلاف کارونو تر ډیره حده مخنیوي وشي.

ورسره به خارجیان چي د سولي، امنیت او نورو بهانو سره راغلي دي او په رقم رقم نمونو افغانان ځپي، او لدي ځایه شا او خوا سیمي يي د څار لاندي نیولي د وتلو او د کډي بارولو وخت راورسیږي. که بیا هم د افغانانو د یوځاي کيدو او يو موټي کیدو سره د نورو بهانو لټولو او دلته پاتي کیدو په تکل کي وي، پدي صورت کي به ملګرو ملتو او اسلامي تشکیلاتو سره په همغږي پري فشار راوړل شي، او خپله مشروع مجادله په ګډه او مجموعي شکل سره سرته ورسول شي.

نو د قانون تحلیلول او د خارجیانو په مسئله غور کول د ټولو نه مهم اړخونه دي.

د پاسپورټ، تور لیسټ څخه د وتلو او په رسمیت سره د ټولو خواو پیژندل د لومړي دوو مسئلو څخه بعد د اهمیت له نګاه څخه په دوهمه درجه کي راځي.

نه غواړم چي لیکنه اوږده کړم صرف دومره وايم چي دغه موضوعات زموږ حيآتي او ډیر ضرور دي چي باید هر یو يي بيل بيل تحلیل شي او مظلوم، ځپل شوي او د هیواد هر شخص ته د مشکلاتو او کړوانو څخه لاره خلاصه شي.

پور امنه، قوي، آزاد پر خپلو ښپو ولاړ افغانستان او اسلامي نړۍ د رب تعالی څخه غواړم.