نه غواړو چې هېواد مو د جګړې ډګر وي‎

نن مې د څو ځوانانو عکسونه وليدل چې يو يې د نورو د ژوند ساتنې لپاره بم وړونکي سره غيږه کړي او ځان يې د ملت څخه قربان کړی. دا رنګه نور ډير مختلف ځوانانو د شهادتونو عکسونه مي وليدل. په کليو کې مو هم دغسي ځوانان قرباني کيږي.

يعني قرباني کيدونکي که هغه د دولت څخه وي او يا طالب وي، ټول افغانان، ددي خاوري بچيان، مسلمانان او سره ورونه دي.

نو د الله تعالی لپاره يو بل سره نور مه وژنئ. پدې وژنو کې زرهاوو باندې عام او مظلوم ولس هم قرباني کيږي.
د افغانستان خاوره نور د جنګ ميدان بايد ونه ګرځول شي، دغه خارجي لوبو اوسياستونو ته نور نه ويل پکار دي. په کلي کې هم مسلمان له منځه ځي او په ښار کې هم.

که د جنګ پر ځاي موږ سره يو موټی شو؛ باور وکړئ که هره غوښتنه چې موږ ولرو هغه به سرته ورسيږي، هغه که د وطن ابادي وي، د خارجيانو وتل وي، امنيت وي، ښه نظام او هر څه وي، په ښه شکل او ارامي سره به تر لاسه شي.

که دغه کار ونه کړل شي نو تل به دوامداره د خارجي قوتونو لخوا په يو نوم او بل نوم ويشل کيږو او هغوي به د لوبو صاحبان وي او ټول به په بيل بيل رول کې استعمالوي.

نن د اسلامي نړۍ پرته کوم ځاي کې، چې د هيوادونو تر منځ مشکلات جوړ شي، نو زر تر زره د ضايعاتو پرته يې دولتونه او امنيت شورا حل کړي. همدغه لوبې، چې کوم اسلامي هيوادونو کې وي ټول يې نندارچيان وي او حتي د جنګ د دوام لپاره رقم رقم دريځونه خپلوي.

که موږ له نورو څخه د سولې په تمه يو نو دا به يو خوب وي، ځکه ستا له غمه څوک مړه نه دي. نو مجبور يو که غواړو په ځان رحم وکړو دغه خپلمنځي او بدمرغه جنګ بايد نور د خپل وطن څخه بهر کړو.

حتی د سولې شورا ته هم ضرورت نشته، بس ټول د کلي او ښار خلک دې په يو اواز ووايي، چي موږ نور دا بدمرغي او فساد نه غواړو. موږ نه غواړو چې ووژل شو. موږ نه غواړو چي يو ورور مو د طالب په نوم بل ورور مو د اردو په نوم لمنځه لاړ شي. موږ ټول ورونه يو او ددي خاورې يو، مشکلاتو حلولو لپاره هم موږ خپلې جرګۍ او مجلسونه لرو.