راشد خان ارمان په ټسټ کرکټ کې د ډېرو اورونو ریکاډ مات کړ

روهي (یوه نۍ/۲۴ د کب)، د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې ورو توپ اچوونکي راشد خان ارمان په تسټ کرکټ کې د استرالیاویي شین وارن د ډېرو اورونو ریکارډ مات کړ.

کلن راشد خان ارمان د افعانستان او زمبابوې ترمنځ په دویمه ټسټ لوبه کې په یوازې ځان ۹۹،۲ اورونه وکړل او په دې توګه یې په ۲۱ پیړۍ کې په ټسټ کرکټ کې د ډېرو اورونو ترسره کولو هغه ریکاډ چې له دې وړاندې د استرالیاوي بالر شین وارن سره و په خپل نوم کړ.

د یادونې وړ ده،  چې له دې وړاندې د صوت افریقا او استرالیا په لوبه کې د استرالیا ورو بالر شین وارن په یوه لوبه کې ۹۸ اورونه ترسره کړې و.راشد خان په دې لوبه کې د افغانستان په ګټه ۱۱ زمبابوي لوبغاړي وسځول او لوبه د افغانستان په ګټه پای ته ورسیده.