د کابل پلچرخي زندان نښته کې مرګ ژوبله رامنځ ته شوي

روهي ( یوه نۍ / ۲۴ د کب )، یوې باوري سرچینې روهي نیوز ته وویل، چې په پلچرخي زندان کې د بندیانو تر منځ په نښته کې چې تېر ماښام رامنځته شوې، یو بندي وژل شوی او څلور نور ټپیان شوي دي. 
 
د زندانونو د تنظیم ادارې ویاند فرهاد بایاني وایي چې تیر ماښام د پلچرخي زندان د اووم او اتم بلاک زندانیانو ترمنځ نښته کې یو کس وژل شوی او څلور نور زخمیان شوي.
د بایاني په خبره زخمیان د درملنې په موخه روغتون ته انتقال شوي.

د مسولینو په وینا هڅه کوي چې د یادې شخړې لامل په ګوته کړي چې څه ډول دا نښته رامنځ ته شوي.