د مخامخ جګړې وروسته د هدفي وژنو په اړه د ملګرو ملتونو امنیت شورا اندیښنه

روهي (  نۍ / ۲۳ د کب )، د ملګرو ملتونو امنیت شورا افغانستان کې د هدفي وژنو د بندېدو غوښتنه کړي.
 
 دغې شورا پرون جمعه په یوې اعلامېې کې ویلي چې په دغو (بې رحمه) بریدونو کې د ښځو په ګډون ملکي مامورین، د قضايي څانګي غړي، مطبوعاتو کار کوونکي، روغتیا پالان او د بشري حقونو مدافعان په نښه کېږي.
 
د ولسي جرګې غړي او سیاسي کتونکي وایي د افغان سولې بهیر اوږدمهاله دی او په دې اړه باید له لاسته راغلي فرصت څخه ګټه واخیستل شي،هدفي بریدونه که هره ډله ترسره کوي باید ودرول شي او ددغو پیښو عاملین په سزا ورسول شي.
 
وروسته تر هغه چې په دوحه کې د طالبانو او افغانانو ترمنځ د سولې خبرې پیل شوې په هېواد کې د جګړې رنګ بدل شو او تر مخامخ جګړې هدفي وژنې زیاتې شوې چې د خبریالانو په ګډون یې دولتي کارمندان، عالمان او دې ته ورته قشرونه قرباني کېږي چې خلک یې اندیښمن کړي.
 
 
تیره ورځ طالبانوګردېز کې د یاد ولایت لپاره د استناف څارنوالي څارنوال، محمد حسن یار وژلی دی.
 
د پکتیا امنیه قومنداني ویاند محمد لعل امیري ویلي، چې یاده پېښه تېره شپه لس بجې د ګردیز په ښار کې رامنځته شوې.

ورته پیښه کاپیسا کې د جنایي جرمونو پر ضد د ادارې مدیر وژل کیدل، کابل کمپنۍ سیمه کې د څارنوال وژل کیدل او ننګرهار کې د انعکاس تلویزیون دریو ښځینه کارکوونکو وژل کیدل د هدفي بریدونو نوي زامزي پیښې وې چې بیا یې غبرګونونه پارولي.

ددې ترڅنګ د نورو بریدونو دوام د هرات امنیتي مسولین وایي تېره شپه په هرات کې یوه درنه چاودنه شوه، چې د ښځو او ماشومانو په ګډون پکې ۷ کسان مړه او ۵۳ ټپیان شول.
عام خلک وایي د یادو پیښو قربانیان عام خلک دي چې د سولې بهیر باندې یې اغیز کړی.