له نن ۲۶ کاله وړاندې ووژل شو؛ عبدالعلي مزاري څوګ وو؟ څه يې کړي؟ چا او څنګه ووژل؟ 

زوکړه او کورنی ژوند: 
عبدالعلي مزاري د حاجي خداداد زوی، په ۱۳۲۶ لمريز کال کې د بلخ ولايت په چارکنت ولسوالۍ کې زږېدلی وو. دی اصلي د باميان ولايت د ورس ولسوالۍ وو، خو پلار يې د هېواد شمال بلخ ولايت ته کډه شوی وو.  نوموړی په قوم هزاره او شيعه مذهبه وو. د محمد افضل په نوم  يې يو نارينه اولاد درلود چې په ځوانۍ کې وژل شوی. دی د زينب مزاري په نوم لور لري چې اوس هم ژوندۍ او پڅې سياسي هڅې کوي. مزاري د ښوونځي دورې زده کړې نه وې بشپړې کړې او ديني زده کړې يې د مزار شريف په ښار، ايران او عراق کې کړې وې. نوموړی تر ډېره په ايران کې پاتې شوی، خو افغانستان ته د شوروي ځواکونو په راتګ سره بلخ ته لاړ او له هغه ځای يې جګړه پيل کړه. 

سياسي ژوند: 
هغه مهال چې د غوايي د اوومې کودتا وشوه او ورپسې شوري ځواکونه افغانستان ته راغلل، عبدالعلي مزاري بلخ کې جګړه کوله او بيا وروسته پاکستان ته لاړ. د شورويانو سره د مجاهدينو د جګړو پر مهال، عبدالعلي مزاري په ۱۳۶۸ لمريز کال کې د اتو شعيه - هزاره نظامي او سياسي ډولو څخه د افغانستان اسلامي ګوند يا حزب وحدت اسلامي افغانستان جوړ کړ. 

کورنۍ جګړه کې يې ونډه: 
هغه مهال چې مجاهدين کابل ته راغلل او د اسلامي دولت په نوم حکومت جوړ شو، د برهان الدين رباني له خوا کې ځيني څوکۍ د عبدالعلي مزاري په مشرۍ هزاره ګانو ته ورکړل شوې. د مجاهدينو د حکومت پر مهال چې کورنۍ جګړه روانه وه، د دغه جګړې يوه ستره برخه عبدالعلي مزاري او عبدالرب رسول سياف وو. له عبدالرب رسول سياف سره د مزاري جګړه لامل شوې وه، چې د عبدالعلي  مزاري په امر د ده جنګيالي کابل  کې د پښتنو عام وژنه وکړي. د عبدالعلي مزاري په اړه ويل شوي دي چې جنګياليو به يې د کابل پښتنو ته سختې او غير بشري شنکجنې ورکولې. په سرونو کې د مېخونو وهل، د مړو نڅاول، له ښځو د سينو پرې کول او ورته نورې غير انساني چارې د عبدالعلي مزاري د جنګي جنايتونو څخه شمېرل کيږي. 

د کورنيو جګړو په لړ کې د عبدالعلي مزاري او عبدالرب رسول سياف ترمنځ له جګړې وراېخوا، د احمد شاه مسعود او عبدالعلي مزاري ترمنځ  هم سختې جګړې شوې چې د کابل ښار د ورانۍ له لاملونو شمېرل کيږي. 

هغه مهال چې طالبان کابل ته دننه شول نو د کابل ځيني سيمې يې ونېولې، خو د جمعيت ګوند او د هغه وخت نظار شورا سره په جګړه کې وو. طالبان د چهاراسياب ولسوالۍ څخه د درالامان ماڼۍ سره نېږدې دوغ اباد سيمې ته ورسېدل او د يادې سيمې شااوخوا د عبدالعلي مزاري جنګيالي وو. دا چې د عبدالعلي مزاري جنګيالي له وړاندې له شورا نظار سره په جګړه کې وو نو له طالبانو سره يې اوربند وکړ. د ځينو سرچينو اړوند د عبدالعلي مزاري کسانو طالبان له دارالامان څخه د ملګرتيا په بهانه د چهلستون پر لور يوړل او دا چې طالبان په ياده سيمه کې نابلده وو، نو د مزاري جنګياليو د احمد شاه مسعود پر کسانو ډزې وکړې چې په پايله کې طالبان د احمد شاه مسعود او عبدالعلي مزاري د کسانو ترمنځ ګير او تلفات ورته ورسېدل. 
 
د عبدالعلي مزاري وژل کېدل: 
له يادې جګړې وروسته چې عبدالعلي مزاري هم د شورا نظار څخه ماته خوړلې وه، ده هڅه کوله چې د کابل چهار اسياب ولسوالۍ له لارې غزني ته لاړ شي، خو د طالبانو خوا له خپلو نورو ملګرو سره ونېول او زنداني شو. طالبانو په يوې چورلکې کې عبدالعلي مزاري، شفيع چې په شفيع ديوانه مشهور وو او ځيني نور کندهار ته وړل خو د غزني ولايت قرباغ ولسوالۍ ته د چورلکې په رسېدو شفيع ديوانه پر چورلکه  کې پر ناستو طالبانو بريد وکړ او دوی يې ووژل. ځيني سرچينې وايي چې چورلکې بېړنۍ ناسته وکړه او ځيني وايي چې چورلکه ولوېده او عبدالعلي مزاري سره د خپلو ملګرو  سره هڅه کوله چې له سيمې وتښتي خو په ورته وخت کې د طالبانو له ګزمې سره مخ کيږي او په دې ډول د طالبانو خوا ټول وژل کيږي. 

عبدالعلي مزاري ته د ولسمشر محمد اشرف غني له خوا د ملي يووالي شهيد لقب ورکړل شو او هر کال يې د مړينې تلين د پلويانو له خوا لمانځل کيږي.