مرور کليوال

 خور له خورنه مروره،ورورله وروره
مــــورد لور نه مروره،لور لـــــه موره

پلا ر د ځوی نه مروردئ، ځوی له پلاره
دکور لوی واړه دي، يولـــــــه بل بيزاره

يواشنا له بل اشنا نه،مـــــــروردئ
ددې کلي،مــــــــرور دئ يار له ياره

کليوال دلته له يو بل مـــروردي
يودبل سره ګډنه درومي په لاره

يوله بله ټول خپلوان مرور ښکاري
زه قيام به څه ګيله کړم له اغياره

الحاج الهام الدين قيام
والدورف /جرمني