د افغانستان او ازبکستان د سوداګریزو شرکتونو ترمنځ د زعفرانو د پلور تړون لاسلیک شو

روهي ( پنځه نۍ / ۲۱ د کب )، د افغانستان صنعت او سوداګرۍ وزارت مطبوعاتي دفتر وایي چې  ازبکستان هیواد ته د ځینو افغان سوداګرو د سفر په مهال په میاشت کې  د ۱۰۰ ګیلو ګرامه زعفرانو د پلورلو تړون د افغانستان او ازبکستان هیوادونو د سوداګرو ترمنځ لاسلیک شو.
 
ددې وزارت مسولینو په خبره د یاد تړون په اساس د ازبکستان سوداګر هره میاشت ۱۰۰ ګیلو ګرامه زعفران له افغان سوداګرو پیرې، په ازبکستان او نورو آسیايې هیوادونوکې يې پلوري.
 
په میاشت کې ۱۰۰ ګیلو ګرامه زعفران چې کال کې ۱۲۰۰ ګیلو ګرامه کیږي په سیمه او آسیایې هیوادنو کې د  زعفرانو د پلور یو ستر اقدام بلل ګیږي. 
 
همدا راز په دې سفر کې افغان سوداګرو د ازبکستان له سوداګرو سره بیلا بیلې ناستې درلودې چې د دواړو هیوادونو ترمنځ د پانګونې او سوداګريزو همکاریو په هکله يې خبرې اترې وکړي.
 
د صنعت اوسوداګرۍ وزارت ددې تړون د هرکلي ترڅنګ ټینګار وکړ چې د ازبکستان سوداګر دې د نړې مختلفو هیوادونو ته د زعفرانو په صادراتو کې زیاتوالي راوړي.
 
د زعفرانو د تولید له پلوه افغانستان د نړۍ د درې سترو هیوادنو څخه شمیرل کیږې او هم افغان زعفران د نړې د ښه کیفیت او خوند لرونکې زعفرانو څخه دي.