
ضمير سار
د بلخ ولایت په مرکز مزارشریف ښار کې د (پښتو لیکل- د لیکو د ارونو ښوونیزه لړۍ) تر نامه لاندې د پښتو لیکوالۍ لومړی ۴ میاشتینی ښوونیز سیمینار تېره ورځ د مرغومي په ۲۵مه پیل شو.
دغه سیمینار په هره اونۍ کې یوه ورځ وي، چې څه باندې څلویښت نجونې او هلکان په کې برخه ا خلي.
د بلخ ادبي خوځښت غړي ذبیح الله احساس وویل، چې دغه سیمینار د ګویټه انیسټیټوټ په مالي ملاتړ د بلخ ادبي خوځښت له خوا په لاره اچول شوی دی.
نوموړي زیاته کړه، چې یاد سیمینار یې په بلخ کې د پښتنو لیکوالانو د اړتیا له مخې په لاره اچولی دی.
د نوموړي په وینا د بلخ پښتانه په ښونځیو کې پر مورنۍ ژبه د زده کړو د نه شتون له امله پښتو لیکدود سره لږ اشنا دي.
ددغه سیمینار په پرانست غونډه کې د بلخ ځینو مشرانو او استادانو سربېره د کابل ځینو فرهنګیانو لکه سید نظیم سیدي، اسرار احمد خان او نورو هم برخه اخیستې وه.
سید نظیم سیدي وویل، چې سیمینار به په بلخ کې د پښتنو لیکوالانو په روزنه کې مهم رول ولوبوي.
نوموړی، چې ددغه سیمینار د لومړۍ ورځې تدریس پر مخ وړلو، زیاته کړه: ((چې په دغه سیمینار کې یوازې هغه کسان برخه اخیستلی شي، چې په پښتو ګرامر بلد وي.))
د نوموړي په وینا ددغه سیمینار په اوږدو کې به هر ګډونکونکی ۱۶ کتابونه مطالعه کوي، چې په دې توګه به د پښتو لیکوالۍ سره ښه اشنا شي.
سیدي وویل، چې یاد سیمینار به د بلخ ادبي خوځښت لا نور هم پیاوړی کړي.
د سیمینار ګډونوال هم ددغه سیمینار ګټو او پایلو ته خوشبین بریښي.
لیلا ساپۍ د یاد سیمینار ګډونوالې وویل: ((که څه هم پښتنه یم؛ خو ټول عمر مې په دري ژبه لیک لوست کړی دی. دا لومړی ځل دی، چې په خپلې مورنۍ ژبه لوست کوم.))
نوموړي زیاته کړه، چې دغه سیمینار به يې لیکواله کړي او له دې وروسته به د خپلې ژبې د خدمت جوګه شي.
د یادونې ده، چې د بلخ ادبي خوځښت له دې وړاندې د (بلخ د افغاني مدنیت زانګو) تر نامه لاندې د هېواد په کچه علمي سیمینار په لاره اچولی وو.
همدارنګه بلخ ادبي خوځښت د بهیرونو د اونیزو غونډو سربېره د درې غوره شعرونو د غوراوي میاشتنۍ مشاعره، د اختریزې مشاعرې او مېلې، د څلې شپه، د نوي کال (ګل سرخ) مشاعرې سربېره پرخه او پسرلی مجلې هم چاپوي.