عمران خان ته د دوه تر ټولو ګرانې ميرمنې 

روهي (درې نۍ/۱۹ د کب)، د پاکستان لومړي وزير عمران خان د مارچ پر اتمې يا د ښځو پر نړيوالې ورځې مبارکي خپلې مور او خپلې ميرمنې بشرا بي بي ته ويلي ده. 

د عمران خان په وينا چې له ټولو ډېر ګران ورته همدا دوه کسې دي. نوموړي پر انسټګرام د خپلې مور او ميرمنې انځورونه "د ښځو ورځ مو مبارک شه" کلمې سره شريک کړي دي. 

د افغانستان په شمول د نړۍ په بيلا بېلو هېوادونو کې د مارچ اتمه يا د ښځو نړيواله ورځ لمانځل کيږي او په دې ورځ د ښځو د حقونو غږ راتازه کيږي.