د حامد کرزي نړیوال هوایی ډګر عمومي ریس له ۹ میاشتنۍ دندې وروسته استعفا وکړه

روهي ( درې نۍ / ۱۹ د کب )، د حامد کرزي د نړیوال هوایي ډګر عمومي رئیس له خپلې دندې استعفا وکړه.

 
د کابل د حامد کرزي د نړیوال هوایي ډګر عمومي رئیس جنرال سید عمر صبور څو ورځې وړاندې د روغتیایې ستونزو له امله له خپلې دندې استعفا ورکړه، چې د ولسمشر لخوا ومنل شوه. 
 
په هغه مراسمو کې، چې نن دوشنبه د حامد کرزي په نړیوال هوایي ډګر کې جوړ شوي و،  د ملکي هوایي چلند ادارې عمومي رئیس ډاکتر محمد قاسم وفایي زاده د صبور پر استعفا ورکولو خواشیني څرګنده کړه او د نوموړي د تېرو (۹) نهه میاشتو ماموریت یې وستایه. 
 
ډاکتر وفایي زاده د ښاغلي صبور د دندې په ساحه کې د نوموړي مدیریت د امنیتي چارو په همغږي کولو کې مؤثر او ګټور وباله، چې د مسافرینو لپاره یې د نظم په راوستلو، د رغونې چارو، تاسیساتو رامنځته کولو او د حامد کرزي د هوایي ډګر د اصلاحاتو پروسې د پیاوړي کولو لپاره نه ستړې کېدونکې هلې ځلې کولې. 
 
په ورته وخت کې، جنرال سید عمر صبور د خپلې استعفا منلو لپاره د حکومت د مشرتابه څخه مننه وکړه او ژمنه یې وکړه، چې له روغېدو وروسته به بیا د خلکو خدمت کوي. نوموړي زیاته کړه، چې د حامد کرزي په نړیوال هوایي ډګر کې د هغه د ماموریت پر مهال جدي اصلاحات راغلي، چې د ملکي هوایي چلند ادارې، نورو کارکوونکو او همکار بنسټونو همکاري په دغه برخه کې پوره مؤثره او ګټوره وبلله.
 
د پای په مراسمو کې د ملکي هوایي چلند ادارې عمومي رئیس او د الماني ځواکونو په استازیتوب قومندان پیټر د حامد کرزي د نړیوال هوایي ډګر مخکني رئیس جنرال سید عمر صبور کړي خدمتونه وستایل او نوموړي ته جلا جلا تقدیرنامې ورکړل شوې.