روسیې عبدالله ته د افغان سولې کنفرانس کې د ګډون بلنه ورکړي خو ولسمشر ته نه

روهي ( درې نۍ / ۱۹ د کب )،  ‏مسکو د افغان سولې په تړاو جوړېدونکي کنفرانس کې عبدالله عبدالله ته د ګډون بلنه ورکړې.
 
د ملي روغې جوړې عالي شورا ویاند فریدو خوځون وايي، د مسکو له لوري د جوړېدونکې غونډې بلنلیک یادې شورا ته رسېدلی او دوی یې په اړه مشورې پیل کړي دي.
 
دغه کنفرانس ته طالبان، افغان حکومت او دغه راز سیاسي مشران، د سیمې هېوادونو آستازي او امریکا هم دعوت شوې ده.
 
په ورته مهال د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د افغان سولې بهیر په اړه د پاکستان له لوی درستیز قمر جاوید باجوه او د ای اس ای له مشر فیض حمید سره خبرې کړي دي.
 
د راپورونو له مخې، خلیلزاد سره په دغه غونډه کې د بهرنیو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال سکاټ مېلر هم مل و.
 پاکستاني رسنیو هم لیکلي، چې د پاکستان پوځ د دې غونډې په اړه ډېر مالومات نه‌دي خپاره کړي، دوی په خپلې خبرپاڼه کې ویلي، چې له خلیلزاد سره یې د سیمې امنیت او افغانستان سولې بهیر په اړه خبرې کړي دي.
 
د رسنیو د راپورونو له مخې، ویل کېږي خلیلزاد له پاکستاني چارواکو سره په دغه غونډه کې د امریکا پر نوې طرحې هم خبرې او بحث کړی دی.

د سولې بن بست حالت،نویو طرحو او د امریکا متحده ایالاتو نوی حکومت سخت دریځ به مالوم کړي چې افغان سوله کوم لوري ته درومي دا پوښتنه به وخت ځواب کړي.